BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:08 گرينويچ 2006 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م: زرگونه افغان کوچنيان د لوږې له ننگونو سره مخ دي

يوناما په افغانستان کې
ملگرو ملتو رپوټ : څه باندې دوه ميليونو افغانانو څخه چې د لوږې له گواښ سره مخامخ دي
د ملگرو ملتونو سازمان انديښنه ښودلې چې په سلگونو زره افغان ماشومان د بې امنيتو ، لوږې او زده کړې له جدي ننگونو سره مخامخ دي .

په دغه سازمان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسيف په ٢٠٠٧ کال کې د نړۍ ماشومانو ته د ورپيښو ننگونو په تړاو خپور شوي.

راپور کې دغه څرگندونې کړي دي . د يو نيسف ادارې د افغانستان په گډون د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو له حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې د هغې په وينا د ماشومانو د خرابۍ وضعې د بدلون لپاره ، تر هر څه دمخه له نارينه وو سره د ښځو د حقونو د برابرولو په برخه کې گامونه اوچت کړي .

افغانستان د نړۍ له هغو دريو هيوادونو څخه يو دى چې د ملگرو ملتو د سازمان د راپور سره سم ، ماشومان يې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

له دې سر ه سره چې په تيرو پنځو کلونو کې شاوخوا شپږ ميليونه افغان ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ، خو د يونسيف د ادارې په وينا د ښوونځي د عمر درلودونکي څه باندې دوه ميليونه افغان ماشومان همدا اوس ښونځيو ته د ورتگ امکانات نلري چې تر نيمايي زيات يې انجونې دي .

افغان کوچنيان
افغان ماشومان همدا اوس ښونځيو ته د ورتگ امکانات نلري چې تر نيمايي زيات يې انجونې دي

د يونسيف يو مشر چارواکى سکندر خان وايې امنيت ، لوږه ، زده کړه او پر راتلونکې نه باور هغه مهمې ننگونو دي چې افغان ماشومان ورسره مخامخ دي .

"د ملگرو ملتو د يوه راپور تر مخه ،د څه باندې دوه ميليونو افغانانو څخه چې د لوږې له گواښ سره مخامخ دي تر نيمايي زيات يې ښځي او ماشومان دي او له هرو پنځو ماشومانو څخه يو ، د خوار ځواکۍ او ناروغيو له کبله پنځه کلني عمر ته تر رسيدو د مخه له منځه ځي "

همدارنگه په لسگونو زره د بي سرپرسته کورنيو ماشومان همدا اوس په ښارونو او بازارونو کې راز راز شاقه کارونه کوي چې خپلو کورنيو ته يوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي .

ښاغلى خان ، د ماشومانو د دغې وضعې د بدلون لپاره ، پر حکومت غږ کوي چې دکورنيو د اقتصاد د پياوړتيا او نارينه وو په شان ، ښځو ته د ورته حقونو او امتيازاتو د برابرو لو لپاره هلي ځلي وکړي .

 لوږه ، زده کړه او پر راتلونکې نه باور هغه مهمې ننگونو دي چې افغان ماشومان ورسره مخامخ دي
يونسيف يو مشر چارواکى سکندر خان

" که موږ د نارينه وو په شان پر ښځو هم يو شانې پانگونه وکړو او د جنسيت د برابروالي لپاره هلي ځلي وکړ و ، بې له شکه چې د ماشومانو په ژوند کې به پر مختگ ترلاسه کړو . د جنسيت برابروالى متقابل اغيز لري . ماشو مانو او ميرمنو دواړو ته گټه رسوي . ځکه لوستې او روغې ميرمنې کولې شي چې ډاډمن او روغ ماشومان ټولنې ته وړاندې کړي ."

د يونيسيف اداره په همدې موخه پر دې هم ټينگار کوي چې ښځو ته دې داسي امکانات برابر کړاى شي چې په کورنۍ ، کار او د ټولنې په سياسي چارو کې له نارينه وو سره برابره ونډه واخلي.

خو سربيره پر دې دغه اداره له حکومتونو دا غوښتنه هم کوي چې د ماشومانو او ښځو د ژوند د بدلون ، د تاوتريخوالو ،جنسي تيريو او نورو ستونزو نه د خلاصون لپاره په افغانستان او د نړۍ په نورو شا ته پاتې هيوادونو کې داسې قوانين جوړ کړاى شي چې تر مخه يې د مور او ماشوم حقونه خوندې شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت