|
م . م : ډيرى افغانان پاکې اوبه نشي ترلاسه کولاى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې نژدې ٨٠ په سلو کې خلک پاکې او به نه لري او د خلکو روغتيا او اقتصاد له گواښ سره مخامخ دى دغه خبره د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي ادارې ( يو ان ډي پي ) لخوا دنړېوال بشري پرمختېا د رپوټ دخپريدو پر مهال وشوه. دغه اداره افغان حکومت ته وړانديز کوي چې د بې وزله وگړو لپاره د اوبو رسولو چارې اسانه او د اوبو د تنظيم لپاره دې اغيزمنې تگلارې جوړې کړي . دڅکلو د اوبو د رسولو د نظام نشتوالي په افغانستان کې د خلکو روغتيا او اقتصاد له گواښ سره مخامخ کړي د ٢٠٠٦ کال د بشري پر مختيا نړيوال رپوټ خپل ډېر پام د اوبو موضوع ته ځانگړى کړي .په رپوټ کې دافغانستان څخه يادونه نه ده شوې خو په کابل کې ددغه رپوټ د خپراوي غونډې ته د ملگرو ملتونو د پر مختيايي ادارې ېا يو ان ډي پي مشرې وويل په دغه هېواد کې نژدې اتيا په سلو کې خلک پاکو اوبو ته لاس رسى نه لري . (( اټکلونه ښيي چې يوازې ٢٣ په سلو کې افغانان دڅښاک د اوبو پاکو سرچېنو ته لاس رسى لري چي په سلو کې ٤٣ افغانان په ښارونو او اتلس فيصده يې په کليوالو سيمو کې ژوند کوي .دکليوالو سيمو د پنځو څخه څلور او د ښاريانو په هرو دريو کې يو نا پاکې اوبه استعمالوي . همدارنگه د هرو لسو کليوالو يو يې روغتيايي اسانتيا وو ته لاس رسى لري . )) مېرمن انيتا وويل د اوبو دنشتوالي ستونزه په کليوالو سيمو کې ډېره جدي ده او ستره اغېزه يې د بې وزلو کورنيو په ښځو پريوځي چې له لېرې سيمو د څښاک او به راوړي . د يو ان ډي پي مشرې افغان دولت ته وړانديز وکړ چې د بزگرانو او ښځو لپاره دې اوبو ته د لاس رسي اسانتيا وې خو ندي کړي او داسې تگلارې دې جوړې کړې چې د خلکو د څښاک او کرنې لپاره د اوبو امکانات زيات شي د ميرمن انيتا په وينا دافغانستان دملي پر مختيا يي پروگرام له مخې به تر کال ٢٠٢٠ پورې پنځوس په سلو کې افغانانو ته پاکې اوبه برابرې شي . (( لکه څرنگه چې په دغه رپوټ کې موږ پرې بحت کوو په گوته شوې ددغې موخې لاس ته راوړل د نورو مو خو د ترلاسه کولو لپاره ډېره مهمه ده . پاکې او به او حفظالصحه به د بې شمېره ماشومانو ژوند وژغوري ، په زدکړه کې به پرمختگ راولي او خلک به له هغو ناروغيو وژغوري چې په بې وزلى کې يې ساتي )) افغان چارواکي واېي په دغه هېواد کې د اوبو زياتې منابع شته چې دتنظيم د نشتوالي له کبله ترې خلک گټه نشي او چتولى .ولې د يو شمېر لويواو وړو بندونود جوړيدو څخه يادونه کوي چې څو کاله وروسته به د اوبو خو سيستم ورغول شي . په افغانستان کې په داسې حال کې د پاکو او بو ته دلاس نه رسي خبري کيږي چې وچکالى او وروستيو سيلابونو دخلکو دغه ستونزه زېاته کړي . د٢٠٠٦ کال دنړيوال بشري رپوټ افغانستان په هغو١٧ هېوادونو کې شمېرلى چې ددقيقو معلوماتو د نشتوالي له کبله يې د بشري ودې او پر مختگ اندازه نه ده ښولې خو په کابل کې د ملگرو ملتونو د پرمختېاېې ادارې چارواکي وايي سره له دې چې په دغه هېواد کې د بې وزلى او روغتېاېې اسانتياوو کچه يوڅه ښه شوي خو بيا هم افغانستان په دې ډگر کې د نړي د ٥ وروسته پاتې هېوادونو په ډله کې راځي . تېر کال د بشري پر مختېا په رپوټ کې افغانستان دنړى له وروسته پاتې هېوادونو څخه گڼل شوى وو چې د نيمايي وگړو ورځنى عايد يې تر ٢ ډالرو کم وو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||