|
د ارزگان سېلابونو درانه تاوانونه اړولي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ارزگان کې سيمه ييز چارواکي وايي د اخيستل شوي جاج له مخې په دغه ولايت کې د تيرې اونۍ سيلابونو تر هغې څو وارې دروند تاوان اړولى چې په سر کې يې اټکل کيده . والي عبدالحکيم منيب بي بي سي ته ويلي چې سيلابونو د چارچينو او دهراوت په ولسواليو کې په سلگونو کورونه او په لسگونو زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او په زرگونو څاروي يې هلاک کړي دي . ښاغلي منيب په مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې له تاواني شويو خلکو سره د گړنديو مرستو غږ کړى دى . د ارزگان په ولايت کې د تيرې اونۍ د سيلابونو په ترڅ کې د اوښتي تاوان ددقيقې کچې د معلومولو لپاره لا اوس هم پلټنې روانې دي . وروستۍ موندنې د اوښتي تاوان کچه تر هغه څه څو وارې زياته ښېيي چې په سر کې يې فکر کيده . د ولايت والي عبدالحکيم منيب د اوښتي تاوان رابرسيره کيدونکو بيلگو ته په اشارې سره وايي چې دغو سيلابونو په سونو کورنۍ د پولۍ پړک ته کيونولي دي . د ده په وينا د ډيرو کورنيو غړو تش تور په يو جوړ کاليو کې له افت نه د تيښتې وس موندلى او د خوراک او پوشاک زېرمې يې له خاورينو کوډلو سره يو ځاى په سيلاب لاهو شوي دي . د ښاغلي منيب په وينا اوس تر ټولو بيړنۍ اړتيا بې کوره شويو خلکو ته د استوگنې د يوه موقتي کمپ جوړول دي . ښاغلى منيب زياتوي چې د ځايي ادارې لپاره دغه پخپپله ېوه درنه او له وسه وتلې چاره ده . دى سمدستي پر افغان حکومت او نړيوالې تولنې د دغه ډول يوه کمپ په جوړولو او ورپسې له بې کوره شويو خلکو سره د سرپناه د بيرته ابادولو په برخه کې د مرستې غږ کوي . که څه هم چې په دغو سيلابونو کې د ځاني تاوان کچه څه د ISAF او افغان پوځ د ژغورونکو عملياتو او څه د سيند او سيلابونو له گواښونو سره د مقابلې لپاره د ځايي اوسيدونکو د چمتووالي له برکته کمه ښودل کيږي. خو په سيلاب کې د کرنې د ويجاړې شوې ځمکې اندازه هم اوس د لومړنيو اټکلونو خلاف په لسگونو زره جريبه ښودل کيږي . دا ډول ويل کيږي چې د تيښتې په مهال له کورنيود تر شا پاتې ځارويو ديره برخه هم سيلابونو له ځانه سره وړې ده . دا په داسې حال کې ده چې کرنيزه ځمکه او د څارويو پالنه د دغه ولايت د دوديز اقتصاد مهمه برخه جوړوي . ويل کيږي چې داوښتي تاوان ځاى ته راوستل يا خو تر ډيره ناشوني او يا هم ښايي د اوږدو کلونو خبره وي . | ورسره تړلي نور خبرونه م م: زرگونه افغان کوچنيان د لوږې له ننگونو سره مخ دي 11 دسمبر, 2006 | خبرونه سخت بارانونه په بلخ کې دزيان رسونکي سيلاب سبب شوي 29 دسمبر, 2005 | خبرونه فارياب کې سيلابونو ٧ تنه وژلي 01 مۍ, 2006 | خبرونه سيلاب ځپلو ته د مرستو دکموالي په اړه انديښنې 21 نومبر, 2006 | خبرونه سيلابونو په سلگونه کورونه ځيان کړي دي13 مارچ, 2005 | خبرونه د مرکزي امريکا سيلابونو په سلگونو کسان وژلي07 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||