BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 23:41 گرينويچ 2005 ,07 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مرکزي امريکا سيلابونو په سلگونو کسان وژلي
گڼ شمير کسان لا تر اوسه ورک دي خو ځينو ځان خوندي ځايونو ته رسولى دى .
په مرکزي امريکا او سويلي مکسيکو کې د بيړنيو چارو کارکوونکي د لويدليو غونډيو څندي کني چې هغه په سلگونو کسان ومومي چې لا تر اوسه د وژونکي موسمي توپان له امله ورک دي .

د ژغورنې تر ټولو ستره هڅه د گوتامالا د سانيتيگو اتليتن په سيمه کې روانه ده چې تر اوسه پکې ٦٠ مړي د خټو په ښويدو او په سيلابونو ډکو سيندونو کې موندل شوي دي .

گوتامالا له واشنگټن څخه چورلکې غوښتي دي چې د هغوى په مټ ليرې پرتو سيمو ته ورسيدلى شي .

دغه توپان د سيمې په لرو بر کې لږ تر لږه د ٢٨٥کسانو ژوند اخيستى دى دا شميره ښايي لا پسې جگه شي .

چارواکي له هغو په لسگونو زرو کسانو سره هم په مرسته کولو کې ستونزې ويني چې اوس په پناه ځايونو کې اوسيږي .

ځينې کلي په بشپړه توگه ويجاړ شوي دي دغه راز ځينې مهم سړکونه هم خراب شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت