|
سخت بارانونه په بلخ کې دزيان رسونکي سيلاب سبب شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په بلخ ولايت کې دسيلاب له امله د يوشمير خکو کورونه زيانمن شوي او يو شمير نور ېې بيخي وران شويدي د افغانستان په شمال کې په تيرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو له امله د بلخ ولايت ددهدادي په ولسوالۍ او د سجاديه په کارتې کې لږ ترلږه ٣٠ کورونه بيخي وران شوي او تر ١٠٠ نورو کورونو ته زيان رسيدلى په همدې ترڅ کې ٣ ښځې چې د خپلو کورونو د ژغورنې لپاره ېې هڅه کوله ټپيانې شويدي سيلاب ځپلي واېې چې تراوسه پورې دوۍ ته د حکومتي ادارو او يا مرستندويه موسسو له خوا مرستې ندي رسيدلي خو وايي چې ټپيان شوي کسان په محلي روغتون کې تداوي شويدي ځېنې سيلاب ځپلي خلک د خپلو خپلوانو کورونو ته کوچيدلي دي او ځېنې نور ېې په خپلو نيمه ويجاړو کورونو کې پاتې دي د مزار شريف په ښار کې د سره صليب يو کارکوونکى ډاکتر آصف وايي چې که د نورو سيلابونو د مخنيوي لپاره احتياطي تدابير ونه نيول شي د زياتو ويجاړيو خطر شته دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||