|
فارياب کې سيلابونو ٧ تنه وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فارياب او بغلان په ولايت كې د سيلاب يا نيزونو د راتلو له امله لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي . دې نيزونو مالي زيانونه هم اړولي دي .چارواكو وويل چې د تيرو ورځو د بارانونو د ورښت له كبله چې د فارياب ولايت د ګورزيوان په ولسوالۍ كې وشول ،ډير زيانونه يې اړولي دي . د فارياب ولايت د پوليسو مشر جنرال خليل الله ضيايي بي بي سي ته وويل دغه خبر وركړ او ويويل لږ تر لږه اوه تنه ددغو نيزونو يا سيلابونو د راتلو له كبله وژل شوي دي . ده وويل چې د پوليسو يوه مرستندويه ډله سيمې ته ر سيدلې ده چې ځپل شو خلكو ته مرستې ورسوي او د زيانونو بشپړ راپور هم وركړي . د افغانستان په شمال كې د افغاني سرې مياشتې رييس ډاكټر محمد اصف خير خوا بيا وويل چې د بغلان ولايت د دوشي په سيمه كې د نيزونو يا سيلابونو د راتلو له امله لږ تر لږه يو ماشوم وژل شوى دى . ده زياته كړه چې د فارياپ ولايت د ګورزيوان په ولسوالۍ كې نژدې سل كورونه هم د نيزونو له امله ويجاړ شوي دي . چارواكو وويل چې ځپل شوي خلك بيړنيو مرستو ته اړتيا لري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||