محمد قاضي زاده
|  |
 | | | بادغيس کې لږ تر لږه دولس تنه وژل شوي دي |
دبادغيس ولايت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د نيزونو د راوتلو له کبله لږ تر لږه دولس تنه وژل شوي دي . والي محمد نسيم توخي بي بي سي ته وويل ،شپيته تنه نور لادرکه دي او وايې ښايې چې د مرگ ژوبلې شميره له دې هم زياته وي .د بادغيس والي وويل ، پنځوس زره کورونه ددغو نيزونو له کبله ويجاړ شوي او زياتوي چې په ليرې پرتو سيمو کې لا ددولتي څانگو مالومات کره نه دي چې د زيانمن شو کسانو شمير څو تنو ته رسيږي . ددغه هيواد په ليرې پرتو سيمو کې افغانان له دولت څخه نه يوازې د طبيعي پيښو له امله د زيانونو په اړه د مرستې غوښتنه کوي بلکې راروان ژمي بيا په مليونو افغانان د ځپلو له گواښ سره مخامخ کړي دي . د ملگرو ملتونو د خوراک نړيوالې ټولنې د راوان ژمي لپاره له افغانانو سره د ډيرو مرستو غږ کړئ دئ .  |  د خوراک نړيواله ټولنه وايې ، ديرش مليونه ډالر په کار دي چې په روان ژمي کې له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د سيلۍ له مرگوني گواښ سره مخامخ دي .  |
دغه اداره وايې ، په افغانستان کې په مليونو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي . په افغانستان کې ددغې ټولنې يو وياند وويل ، د خوراک نړيوالې ټولنې د هغو مرستو دريمه برخه تر لاسه کړې چې وار له مخه يې دروان کال د ژمي لپاره غوښتنه له نړيوالې ټولنې څخه شوې وه . د خوراک نړيواله ټولنه وايې ، ديرش مليونه ډالر په کار دي چې په روان ژمي کې له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د سيلۍ له مرگوني گواښ سره مخامخ دي . تير کال د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې د ژمي يخې سيلۍ زيات شمير افغانان وځپل او ترمنځ يې مرگ ژوبله رامنځته کړه چې په ليرې پرتو سيمو کې ژوند کوي . |