قربان علي حمزي فيض آباد |  |
 | | | بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې غرنۍ سيمه ده |
د افغانستان شمال ختيځ ولايت بدخشان کې د درندوبارانونو او سيلابونو له امله په لسگونو خلک وژل شوي او په سلگونو کورونه وران شويدي دا پېښې د تېرې شپې تر اورښت وروسته رامنځ ته شوي چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٢٣ وگړي وژل شوي، سلگونه کورونه ويجاړ شوي او تر زرو جريبو پورې ځمکه اوبو وړې ده. د بدخشان والي منشي عبدالمجيد وايي چې د پېښې پراختيا د دوه کاله مخکې په پرتله خورا ډېره ده: د بدخشان والي وايي: " تفصيل يې دادى چې په خيرآباد کې ١٥، په ربابي کې درې ، په چفچ مغزار کې دوه او په سرشهر کې درې تنه وژل شوي چې ټول ٢٣ کېږي. کرنه ټوله ويجاړه شوې او دا داسې يوه پېښه ده چې پراخوالى يې د ١٣٨٤ کال د شهيدانو سيمې تر پېښې هم ډېر دى". د بدخشان والي زياته کړه چې د اوبو رسولو دوه کانالونه هم چې په سيمه کې يې ډېر اقتصادي ارزښت درلود، له گټې وتلي دي. هغه وويل چې دا دوه کانالونه يو ٢٥ کيلومتره او بل ٢٠کيلومتره اوږدوالى لري او زرگونه جريبه ځمکه يې اوبوله چې که په يوه اوونۍ کې بېرته پراننستل شي، ټوله کرنه به وسوځي. سربېره پر دې د سرې مياشتې د سيمه ييزې څانگې د مشر عثمان ابوذر ، په وينا د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو( آيساف) يو موټر هم د جرم په ولسوالۍ کې سيلابونو له لارې کوږ کړى او له ځانه سره وړى دى. په دې پېښه کې د ناټو يوه پوځي خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
|