BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:24 گرينويچ 2007 ,28 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چين د چاپيريال په ککړولو ځان پړ بللى

چيني بيرغ
په دغه کتار کې چين د نړۍ په هغو ٢٠ هيوادونو کې راغلى چې د چاپيريال ساتنې لپاره يې کار تر ټولو بد بلل شوى دى .
د چين د حکومت له خوا په خپارۀ شوي يوۀ نوي رپوټ کې راغلي چې دوى د نورو هيوادونو په پرتله د چاپيريال ساتنې لپاره په هلو ځلو کې پاتې راغلي دي .چين د نړۍ يو له تر ټولو گڼ نفوسو هيوادونو څخه دى .

دغه رپوټ به د چيني مشرتابۀ لپاره د اندېښنې وړ وي . دوى څو ځلي ژمنه کړې ده چې د هيواد ډير ککړ شوى چاپيريال به پاکوي .

خو څيړنې ښيي چې په تيرو درو کلونو کې شرايط نه دي ښه شوي . څيړنې د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو ته درجې ورکړي چې دغه کار يې د اوبو د ککړتيا او د کاربون دايوکسايډ د پاتې شونو کچې ته په کتلو کړى دى .

په دغه کتار کې چين د نړۍ په هغو ٢٠ هيوادونو کې راغلى چې د چاپيريال ساتنې لپاره يې کار تر ټولو بد بلل شوى دى . دا هغه دريځ دى چې له ٢٠٠٤ کال څخه راپه دې خوا نه دى بدل شوى .

دغه هيواد اوس د چاپيريال له پلوه د نړۍ تر ټولو ککړ ښارونه او د اوبو سيندونه او ويالې لري .

دغه راز چين له متحدو ايالاتو وروسته زرغون کوريز غازونه تر ټولو ډير خارجوي .

له ډيرو کلونو راهيسته چين د چاپيريال په پرتله خپله اقتصادي پرمختيا غوره بللې ده او دا دى اوس يې تاوان زغمي .

ورسره تړلي نور خبرونه
٢٠٣١ کال چين او چاپېريال
20 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت