|
د چين د سکرو د کان په چادونه کې ٦٨ وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا پېښه د چين په شمال ختيځ ولايت هيلنگ جيان "Heilongjian" کې شوى ده. په نوموړي هېواد کې د کانونو د صنعت په برخه کې دا تر ټولو وروستۍ ناورين دى . پلټونکي وايي چې دا پېښه دسكارو دخاورينې چاودنې له کبله رامنځته شوې ده. د پېښه په داسې وخت کې کېږى چې ددې هېواد د صنعتونو د خوندي توب رېکارډ ته په ځير سره کتنه کېږي. خو د چين يوه حکومت پلوه ورځپاڼه China Daily د خوندي ساتنې په برخه کې د مرکزي دولت قدرت او توان په اړه لېکلي دي. دا ورځپاڼه وايي چې ځايي چارواکي د خطرناکه کانونو بندول د دې هېواد د اقتصاد سره تړي او وايي چې دا به د هېواد د اقتصاد پرمختگ په ورو کړي. ورځپاڼه په سيميزه کچه د څارنې په بهير هم نيوکې کوي . ددې کال د سپټمبر څخه تر اوسه پورې ١٣ زره د کانونو صنعتونه چې پرې د خطرناکه کانونو گومان کيده تړل شوې دي. ددې څخه دا پوښتنه پېدا کېږي چې ددې هېواد کانونه څه ډول او څومره خطرناکه دي. د چين حکومتي شمېره ښيي چې تېر کال په صنعتي پېښو کې يو لک او دېرش زره کسان وژل شوي وو. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||