BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:26 گرينويچ 2005 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چين د مارغانو والگى په انسان کې ليدلى
والگى
تيره اوونۍ چين د مارغانو د يوې ناروغۍ ١١ قضيې په گوته کړې .
چين د دې خبرې پخلى کړى دى چې په لومړي ځل يې په يوۀ انسان کې د مارغانو د والگي نخښې ليدلي دي .

د چين رسمي خبري اژانس وايي د دغۀ هيواد په مرکزي سيمو او يوۀ ختيځ ولايت کې يې په دوو کسانو کې د مارغانو د ناروغۍ نخښې نښانې ليدلي دي .

چيني خبري اژانس دا نه وايي چې دغه دوه کسان اوس ژوندي دي که نه .

د روغتيا نړيوالې ادارې د چين په غوښتنه د هنان ولايت ته کارپوهان ورليږلي دي خو تر اوسه پورې دغو کارپوهانو انسان ته د مارغانو د والگي په باب څه نه دي ويلي .

په تيره مياشت کې چين د مارغانو د هغۀ والگي ١١ قضيې په گوته کړې چې H5N1 ناروغي يې بولې .

دغه ناروغي د انسان ژوند ته خطر پېښوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت