BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:12 گرينويچ 2005 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
٢٠٣١ کال چين او چاپېريال
د شنگهاى ودانۍ
د چين چټکه اقتصادي وده اسمان څکي ودانۍ او چاپيرياليزې انديښنې لري .
د نړۍ د چاپيريال ساتنې ټولنې يو رپورټ خپور کړى چې پکې د چين چټکې اقتصادي ودې ته په پام سره ځينې اندېښنې په گوته شوې دي .

چين د اوس لپاره د کال په سلو کې ١٠ اقتصادي وده لري . دوى سر له اوسه د متحدو ايالاتو په پرتله ډيره غله ، غوښه ، سکارۀ او اورسپنه کاروي .

د چين اوسنى نفوس ١.٣ ميليارده دى خو په راتلونکو ٢٦ کلونو کې به د ملگرو ملتونو له اټکل سره سم دغه شميره ١.٤٥ ميلياردو ته پورته شي .

هغه مهال به سړي سر د چين کالنى خالص عايد د متحدوايالاتو اوسنۍ کچې ته ورسيږي .

که هر څه په اوسني ډول روان واوسي نو په ٢٠٣١ کال کې به چين هره ورځ ٩٩ ميليونه بيرله تيل کاروي . نن سبا ټوله نړۍ د ورځې ٨٤ ميليونه بيرله تيل توليدوي او داسې هيله هم نشته چې دغه شميره دې دومره ډيره شي چې هغه وخت دې د ټولې نړۍ اړتيا پوره شي .

د ( گرين پيس ) چاپيريالي ټولنه وايي دا اوس اوس چين په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډير ځنگلونه وهي . د ټولې نړۍ د وهل شويو ځنگلونو نيمايي برخه چين ته ځي چې هلته ترې په کار بوختې فابريکې کار اخلي .

تر ٢٠٢٥ کال پورې به که چين په اوسني حالت پاتې شي نو د زرغون کوريزو غازونو تر ټولو ډير خارجونکي هيواد به چين وي ، د اوس لپاره دغه ناوړه ريکارډ له متحدو ايالاتو سره دى .

که چيرې چين لکه په نورو برخو کې چې له متحدو ايالاتو سره سيالي کوي د گاډو په برخه کې هم سيالۍ ته ملا وتړي نو تر ٢٠٣١ کال پورې به په چين کې ١١٠٠ ميليونه موټر چليږي . دا اوس اوس په ټوله نړۍ کې ايله ٨٠٠ ميليونه موټر گرځي .

د چين اقتصادي پرمختگ ډيرو ته د ستاينې وړ دى خو چاپيرياليز زيان به يې د کارپوهانو په گومان د تل لپاره پر انسان اغيز ولري . خو دوى يوازې چين په دې برخه کې پړ نه بولي ځينې نور هيوادونه هم په دې برخه کې چټک گامونه اخلي او دا نه گوري چې چاپيريال يې هير کړي دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت