BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:18 گرينويچ 2005 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چين او روسيې پر نلليکې لاسليک ونه کړ
چين
چين غوښتل چې د خپل غوړيدلي اقتصاد لپاره تيل ترلاسه کړي .
د روسيې لومړي وزير ميخايل فردکوف بيجينگ ته خپل سفر په دې ژمنې پاى ته ورساوۀ چې ښايي د فضا د معلومونې په برخه کې سره همکاري وشي .

خو خبريالان وايي د هغۀ وړانديز شوې نلليکې په باب تړون ونه شو چې چين د سايبيريا د تيلو ليږدولو ته غوښت .

دوى وايي دغه وړانديز شوې نلليکه د دې د لارې په باب د ناڅرگندتيا او د ممکنه چاپېرياليز اغيز له امله ځنډيلې ده .

چين د روسيې د وسلو صنعت ته تر ټولو لوى بهرنى مشتري دى ، خبريالان وايي بيجينگ لېواله دى چې تيل او غاز له روسي ډگرونو ترلاسه کړي چې له خپل غوړيدونکي اقتصاد سره لاس وکړي .

د روسيې خبري اژانس ايتارتاس وويل په چيچنيا کې به د روسي پروژو لپاره چين پورونه ورکوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت