BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:57 گرينويچ 2006 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى د شانگهاي د ټولنې مېلمه دى
کرزى
ښاغلى کرزى به له قزاقستان څخه بيرته بيجينگ ته ستنيږي او د چين د سفر دويم پړاو به پيلوي .
ولسمشر حامد کرزى د هغۀ افغان پلاوي مشري کوي چې په چين کې د شانگهايي د همکارۍ د ټولنې په پنځمه سرمشريزه کې د لومړي ځل لپاره د ميلمه په توگه ورغلى دى .

ښاغلى کرزى به سرمشريزې ته وينا هم کوي .د دغه سفر په ترڅ کې به افغان ولسمشر د سيمې له يو شمير مشرانو سره هم خبرې وکړي چې د روسيې او چين ولسمشران هم پکې شامل دي .
چين ته د ولسمشر حامد کرزي دا دويم سفر دى چې په دوو پړاونو کې ترسره کيږي .

لومړۍ برخه يې د شانگهايي د همکارۍ د ټولنې په سرمشريزه کې د ميلمه په توگه گډون دى .

ښاغلى کرزى به دغې سرمشريزې ته وينا هم کوي .د شانگهايي د همکارۍ ټولنه په سيمه کې په ځانگړې توگه د ترهگرۍ او مخدره توکو د مبارزې پر ضد فعاليت کوي چې په دواړو برخو کې د سياسي چارو د شننونکو په وينا د افغانستان له دولت سره همکارۍ ته اړتيا احساسوي .

چين ، روسيه او د منځنۍ اسيا څلور هيوادونه د دغې ټولنې غړي دي خو سږ کال پکې ايران ، هند ، پاکستان او منگوليا ته د څارونکو دريځ ورکړل شوى دى .

افغان پلاوى چې د کابينې له يو شمير غړو جوړ دى او مشري يې ولسمشر کرزى کوي په دغه سفر کې د سرمشريزې ترڅنگ د چين ، روسيې او پاکستان له ولسمشرانو سره ويني .

له دغې سرمشريزې وروسته به ولسمشر کرزى قزاقستان ته خوځي چې هلته په اسيا کې د تماس او ډاډ پيدا کولو د گامونو په غونډې کې برخه واخلي .

افغانستان په لومړي ځل په دغې غونډې کې گډون کوي . د دولتي سرچينو ترمخه به ولسمشر کرزى دغلته په سيمه کې پر امنيتي او سرحدي مسايلو باندې د پوهاوي د پيدا کيدو غوښتنه کوي .

ښاغلى کرزى به له قزاقستان څخه بيرته بيجينگ ته ستنيږي او د چين د سفر دويم پړاو به پيلوي .

افغان ولسمشر به له چينايي مشرتابۀ سره ١٣ بيلا بيل تړونونه لاسليکوي . چين او افغانستان به د سوداگرۍ پر پراخولو، د مخدره توکو پر ضد مبارزې کې د هڅو پر گړندي کولو ، د کرهنې ،گمرک او د افغانستان د پوځي پرسونل د روزنې په چارو کې همکارۍ لا پياوړې کوي .

افغانستان نژدې څلور لسيزې وړاندې له چين سره د دوستۍ يو تړون لاسليک کړى و . بيجينگ او کابل وايي اوس هغه وخت راغلى چې دغه تړون يوۀ بل پړاو ته ورسيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت