|
کرزى: چين دې بشري انديښنو ته پام وکړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چې دچين د ولسمشر هوجنتاو په بلنه هغه هيواد ته په درې ورځني رسمي سفر تللى دى په ننۍ وينا کې ويلي د چين چارواکي د يوه انسان لخوا د بل انسان په وړاندي د چلند مسوليت لري. ښاغلي کرزي چې دغه خبرې د بيجينگ په پوهنتون کې کولې وويل د چين راتلونکي مشران بايد د يوه ځواکمن هيواد په توگه د خپلې سيمې او نړۍ مسوليت په لاس کې واخلي. سره لدې چې ښاغلي کرزي په دې اړه نوره رڼا وانه چوله، خو دا دهغو گوت نيونکو يوه ازانگه وه چې په لويديځ کې په پر له پسې توگه پر چين کيږي. د بشري حقونو نه رعايت، د اقليتونو ځورونه او د يوه کمونست گوند حاکميت چين ته د ولسمشر حامد کرزي سفر د هغه د ادارې لپاره خورا ډيراهميت لري. له يوې خوا په اسيا کې د چين پر مختگ او له افغانستان سره ددغه هيواد گاونډيتوب د کابل لپاره ډيرې گټې درلودلاى شي. خو دغه اړيکي نازک انډول غواړي ځکه کابل د امريکا په مشرۍ د لويديځ د ملاتړو هيوادونو په ليکه کې ولاړ دى او د لويديځ لپاره چين يو ستر سيال بلل کيږي. کيداى شي د همدغه انډول د ساتنې لپاره ولسمشر کرزي ددغه وينا په لړ کې د دواړو هيوادونو اقتصادي اړيکي و ستايل. د چين د رسمي څرگندونو له مخي ددواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو کچه په يوه کال کې ٥٠٠ ميليونو ډالرو ته رسيږي چې ډير يې افغانستان ته د چيني مالونو صادرات جوړوي. ولسمشر په وينا کې له داسي جملو څخه کار واخيست چې افغانستان او چين گډ راتلونکى لري او دا به يو سمسور راتلونکى وي. د افغانستان د دولت په رسمي اعلاميې کې همدا راز راغلي دي چې دواړو هيوادونو د ښه گاونډيتوب، دوستې او همکاري موافقت ليکونه لاسليک کړل. ددې ترڅنگ په اقتصادي او کلتوري چارو کې هم يو لړ تړونونه لاسليک شوي. ټاکل شوې چې ولسمشر حامد کرزى د چين ناندريزه جمهوريت سينکيان ته هم سفر ولري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||