|
د بلوچستان د خپلواکۍ پر پوځ باندې بنديز ولې لگيدلى؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان حکومت د بلوڅ مقاومت کوونکو د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ نومي سازمان باندې په داسې حال کې بنديز ولګاوه چې دوه اوونۍ وړاندې د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ريچرډ باوچر د پاکستان د سفر پر مهال په اسلام اباد کې د نوموړي تنظيم په اړه د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل "له امريکا سره داسې کوټلي شواهد نشته چې پر اساس يې د بلوچستان د خپلواکۍ پر پوځ ، نومي غورځنګ باندې بنديز ولګوي." د ريچرډ باوچر د دې خبرې په ستاينه کې په بلوچستان کې له حکومت سره په جګړه کې ښکېل بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټي په يوې ځايي ورځپاڼه کې وويل " (( د ريچرډ باوچر خبرې ريښتينى نظر دى.")) خو د پاکستان حکومت د څو ورځو له چوپتيا وروسته په رسمي توګه د بلوڅ خپلواکۍ پوځ ترهګر وباله او بهرنۍ نړۍ په تېره بيا يې امريکا ته دا پيغام ورکړ چې پاکستان په بلوچستان کې بهرنۍ لاسوهنه څومره جدي گڼي. په بلوچستان کې عام خو بې له کومه سنده نظر دا دى چې په بلوچستان کې د حکومت پر ضد د بلوڅانو په مقاومت کې د امريکا لاس دى چې دا ډول هلته د ګوادر بندر د پروژې له لارې منځنۍ اسيا او منځني ختيځ ته د رسېدو لپاره د چين مخه ونيسي. د دغه نظر پلويان يادونه کوي چې د بلوچستان د وضعې په اړه د نورو نړيوالو خبري رسنيو په مقابل کې د امريکا په مطبوعاتو لکه واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او امريکا غږ زيات رپورټونه او څېړنې خپريږي او له دې پرته د امريکا د لوړ پوړو چارواکو او کارپوهانو لپاره دا د بحث يوه جدي موضوع ده. د روان کال د مارچ د مياشتې په لومړيو کې چې کله ولسمشر بوش د جنوبي اسيا په سفر راتلو نو په امريکا کې يو کمپاين وچلېد چې ولسمشر دې د پاکستان له مشرتابه او په تيره بيا جنرال پرويز مشرف سره د بلوچستان موضوع پر ځانګړې توګه راپورته کړي. نيويارک ټايمز د ولسمشر بوش تر سفر يوه اوونۍ وړاندې د فبروري پر ٢٤ تمه نېټه (( د مشرف بله جګړه )) " تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه چې په هغې کې وويل شو "(( که چېرې بوش انتظاميه په دې خبره حيرانه او پرېشانه ده چې پاکستاني پوځ په شمال لويديځو سيمو کې د القاعدې او طالبانو پر ضد جګړه ولې بايلي نو بايد انتظاميه خپل پام د جنوب پر لور وګرځوي چې جنرال مشرف د بلوڅ ياغيانو پر ضد نور پوځ لېږي")) نيويارک ټايمز په ټوله مقاله کې يوازې درې کرښې د بلوڅ سياستوالانو پر ضد ليکلي دي چې وايي هغوى نه يوازې عادي بلوڅان له حقوقو محرومه کړي دي بلکه ښځې هم زده کړو ته نه پرېږدي. ورځپاڼه په پاى کې ليکي (( ښه به دا وي چې ولسمشر بوش په راتلونکې مياشت کې د پاکستان د سفر پر مهال ولسمشر مشرف وهڅوي چې د بلوچستان د لانجې د غوڅولو لپاره دې د لومړي ګام په توګه د بلوڅ مشرانو او د پارلمان د غړو ترمنځ شوى تړون ومني." )) د ولسمشر بوش تر سفر يوه مياشت وړاندې په جنورۍ کې د متحده ايالتونو د کولاراډو له ايالت څخه د کانګرس ټاکل شوي غړي ټام ټينکريډو د بهرنيو چارو وزېرې کونداليزا رايس ته يو ليک ولېږه چې په هغه کې غوښتل شوي و چې د بلوچستان ستونزه دې ولسمشر بوش له پاکستان د مشرانو سره د خبرو اترو رسمي اجنډا وګرځي.
دا ډول تر سفر دوه اوونۍ وړاندې د فبروري پر ١٥ مه نېټه باندې د بلوچستان د چارو يو امريکايي کارپوه سلېګ هرېسن په واشنګټن پوسټ کې " (( د پاکستان يو بل مشکل جنګ )) " تر عنوان لاندې يو مضمون وليکۀ چې په کې د امريکايي استخباراتي ادارو له خولې دا ادعا وکړه چې، په مضمون کې سلېګ هرېسن د بوش پر انتظامې ټينگار کوي چې "په راتلونکو کې دې تر هغو پورې پاکستان ته پوځي او اقتصادي مرسته وځنډوي چې جنرال مشرف په بلوچستان کې پوځي عمليات نه دروي او له بلوڅ مشرانو سره خبرې اترې نه پيلوي." د دې څو ورځې وروسته نيويارک مېشتې د بشري حقونو د څار ټولنې د بلوچستان په اړه يوه بيانيه جاري کړه او له دې سره سم د امريکا يو مشهور څېړنيز مرکز په بلوچستان کې د بغاوت تر عنوان لاندې يو تفصيلې رپورټ خپور کړ چې د شمېرو له مخې يې داسې اشاره ورکړې وه چې په بلوچستان کې پاڅون د مرکزي حکومت له خوا د شوو تېريو يوه فطري نتيجه ده." د امريکايي مطبوعاتو د بلوچستان په لانجه کې د دلچسپۍ اندازه له دې خبره هم لګېږي چې د مارچ پر دوومه اوونۍ کې د نيويارک ټايمز يوې خبريالې کارلا ګاول د بلوڅ ياغي مشر نواب اکبر خان بګټي سره په هغه غار کې ٥ ورځې تېرې کړې چې نوموړى د حکومت پر ضد بريدونه تنظيموي خبريالې د اپرېل پر ٢ مه نېټه په نيويارک ټايمز کې يو تفصيلي رپورټ خپور کړ ددې رپورټ پر ضد په واشنګټن کې د پاکستان سفارت خانې ورځپاڼې ته ليک ولېږه چې په کې يې په رپورټ سختې نيوکې کړې وې په ليک کې ويل شوي و چې خبريالې د نواب بګټي دريځ ته ډېر ځاى ورکړاى و خو د حکومت دريځ يې په څو کرښو کې بيان کړى و چې دا يو اړخيزه رپورټ دى. که ددې ټولو حالاتو په رڼا کې وکتل شي نو د بلوڅانو پر پوځي غورځنګ بي اېل اې باندې د حکومتي بنديز هدف په ځايي کچه تنظيم له لاس او پښو غورځول نه دي بلکه لوى مقصد يې بهرنۍ نړۍ ته خبردارى ورکول دي. پر بي اېل اې باندې د بنديز البته حکومت ته يوه ګټه داده چې د غورځنګ پر ضد به له نورو بهرني هېوادو سره په قانوني توګه د چلن کولو جواز په لاس ورشي. د پاکستان حکومت تور لگوي چې هند د افغانستان له لارې بلوچستان ته مالي مرسته او وسله ورکوي. حکومت دا شک هم لري چې د غورځنګ ځينې غړي په خليجي هېوادو کې دي او له هغه ځايه ياغيانو ته مالي مرسته کوي ددې يوه بېلګه دوه اوونۍ وړاندې په دوبۍ کې د ياغيانو د مشر بالاچ مري د ورور ګزين مري د پيسو د قاچاق کولو په تور نيونه ده. له دې بنديز وروسته حکومت اوس له نورو هېوادو سره په ګډه په رسمي توګه د غورځنګ پر ضد اقدامات کولاى شي. خو تر ټولو مهمه پوښتنه اوس هم داده چې ايا د حکومتي بنديز وروسته به بي اېل اې کمزورى شي؟ ځينې څېړونکي فکر کوي چې ښايي دا بنديز د غورځنګ د بريدونو او ورانکارۍ کولو مخه ونه نيسي ځکه چې بلوڅ مقاومت کوونکي لا له وړاندې د بي اېل اې له خوا د هر ډول بريدونو پړه پر غاړه اخلي او بله خبره داده چې غورځنګ حکومت رجسټر کړى نه دى او نه هم دفتر او د يو سازمان په توګه رسمي کړه وړه لري . حکومت لا له وړاندې د مري او بګټي په سيمه کې عمليات پيل کړي دي چې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير افتاب احمد خان شېرپاو پر وينا تر اوسه يې ٤٠٠٠ مشکوکه بلوڅ مقاومت کوونکي نيولي دي خو بلوڅ ملت پاله ادعا کوي چې حکومت ٧٠٠٠ عادي بلوڅان نيولي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه دپاکستان حکومت وايي (BLA ) ترهگر سازمان دى 09 اپريل, 2006 | خبرونه د بلوچستان چاودنې ٢٦ کسان ووژل10 مارچ, 2006 | خبرونه پاکستان او د بلوڅانو ستونزه01 مارچ, 2006 | خبرونه له بلوڅانو به يې واورو12 فبروري, 2006 | خبرونه بلوڅان څه غواړي؟21 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځ : عادي خلک نه په نخښه کوو20 دسمبر, 2005 | خبرونه بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځي الوتکو پر بلوڅانو بمباري کړې ده19 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||