| | د پاکستان په تاريخ کې پنځم ځل دى چې بلوڅ ملتپال له حکومت سره په وسله واله مبارزه بوخت دي |
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ ملتپالو پر ضد د امنيتي ځواکونو عمليات تېز شوي او حکومت وايي چې د بلوڅ اورپکو د پوځي روزنې ډېر کمپونه يې وران کړي دي. بلوڅ ملتپال ادعا کوي چې حکومتي ځواکونو يو شمېر بې گناه خلگ وژلي دي. خو خپله بلوڅانو هم پر امنيتي ځواکونو او حکومتي تنصيباتو بريدونه زيات کړي دي. دا د پاکستان په نژدې شپېته کلن تاريخ کې پنځم ځل دى چې بلوڅ ملتپال يا نېشلسټان له حکومت سره په وسله واله مبارزه بوخت دي. داود اعظمي د دوو ځانگړو پروگرامونو په لړ کې د بلوچستان لانجې او ددې بيلا بيلو اړخونو ته کتنه کړې ده. |