|
له بلوڅانو به يې واورو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پدى پروگرامونو کې به د بلوڅانو د تاريخ ،ژبې دودونو، ټولنيزوستونزو، سردارى نظام،د ننگ پر نوم وژونو، لاسي کارونو او بلوچستان پوهنتون په اړه وغږېږو. د بلوچستان صوبه د پاکستان ترنورو صوبو ډيره لويه ده چې مسا حت يې ١٣٤٠٠٠ کيلو متر مربع دى او د ١٩٩٨ د سر شميرنې له مخه يې د وگړو شمير شاوخوا ٦ ميليون اټکل شوى دى. ددې صوبې لوى قومونه بلوڅ ، پښتانه او براهوي دي خو نور توکمونه هم دلته ميشت دي . بلوڅان چې ډيرى په پاکستان کې ميشت دي په ايران ، او افغانستان کې هم ،ددې توکم وگړي ژوند کوي .
ډير بلوڅان کروندگر او شپانه دي. په بلوچستان کې له سل گونو کلونو راهيسي نوابانو ، سردارانو او قبيلوي مشرانو حکومت کړي دي . دبلوڅ د قوم په اړه څو نظرونه دي څوک وايي چې د کرد له نسل څخه دي ځنيي پوهان بيا وايي دوى د ايراني او ځيني نور يې دعرب له نسل څخه بولي . بلوڅان په دې اند دي چې په ٨٠٧ هجري قمري کال کې د بلوڅ قوم په بلوچستان کې خپل حکومت جوړ کړ او د هغه وخت د بلوڅو د مشرنوم امير ميرواني وو چې د تيمور لنگ د لمسي خليل سلطان هم عصر وو . بلوڅ ليکوالان وايي چې بلوڅان د شام د حلب څخه په ٤ پيړۍ کې کوچېدلي دي. خو نصير احمد احمدزى چې لومړنى بلوڅ تاريخ پوه دى او د بلوڅانو د تاريخ په اړه يي ٨ جلده کتابونه ليکلي دي وايي چې بلوڅان د حضرت عيسى ع تر زيږيدو مخکې تاريخ لري. دا لړۍ سعيدې محمود جوړه کړې ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||