BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:45 گرينويچ 2006 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دپاکستان حکومت وايي (BLA ) ترهگر سازمان دى
اکبر بگتي
د بگتي قبيلې مشر اکبر بگتي هم د مري د قوم په شان د ايالت د غازو او نورو معدنياتو په گټه کې نوره زياته برخه او کورواکي غواړي
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي " د بلوچستان د آزادى پوځ " چې پر حکومتي تاسيساتو باندې بريدونه کوي ، يوه ترهگره ډله ده

په تيرو تقريبا ٢ لسيزو کې دا لومړى ځل دى چې د پاکستان حکومت د اسلامي اورپکو سازمانونو برسيره يو بله وسله واله ډله د تروريستي سازمانو په فهرست کې نيولې

اسلام آباد کې د بي بي سي خبريال ، ظفر عباس ، وايي د پاکستان د کورنيو چارو سکرټر ، کمال شاه ، وويل چې " د بلوچستان د آزادى پوځ BLA ) زياتره دبلوچستان ايالت د پياوړې مري قبيلې د غړو څخه جوړ شوى دى . هغه وويل مري قبيله د بلوچانو د ٣ قبيلو څخه يوه ده چې د تيرو څه باندې ٢ کلو راهيسې په وسله والو بغاوتونو کې لاس لري

ښاغلي کمال شاه وويل داسي ښکاري چې بالاچ مري چې د دغې قبيلې د مشر ، خير بخش مري ځوى دى ددې سازمان مشري کوي

خير بخش مري د څو کلوراهيسې پټ دى خو اکثرا د ټيليفون له لارې ورځپاڼو سره تماسونه نيسې او پر حکومتي تاسيساتو او امنيتي ځواکونو باندې د سختو بريدونو مسوليت پر غاړه اخلي

دبلوچانو يو بل مشر هم اکبر بگتي دى چې پلويان يې پر حکومتي تاسيساتو باندې بريدونه کوي او د ايالت د غازو او نورو معدنياتو په گټه کې نوره زياته برخه او کورواکي غواړي

څرگنده نده چې د BLA سازمان به څومره غټ وي خو ښاغلي کمال شاه وويل اوس چې حکومت داسازمان د تروريستي ډلو په فهرست کې شامل کړى د هيواد دننه اوبهر به دهغه ټول بانکي حسابونه ضبط شي

دا کار به دحکومت سره پدې کې هم مرسته وکړي ددغې سازمان يوشمير شکمن غړي چې باور کيږي د خليج په ځينو هيوادو کې پټ ژوند کوي ، هم ونيسي او که لازمه وي بهر ته يي د محاکمې لپاره وليږي

خو گمان نکيږي چې د حکومت دا اقدام به د بلوچستان ايالت کې تشدد کم کړي ځکه چې پدغه ايالت کې وسله واله نښته د هغې وسله والې نښتې څخه توپير لري چې د افغانستان پولې ته نژدې قبايلې سيمه کې اسلامي اورپکوسره روانه ده

بلوچستان کې د وسله والو قبايليانو مشران وايي دوى د ايالتي کورواکى لپاره جنگيږي او د غازو او مينرالونو په گټه کې چې ددغه ايالت څخه راايستل کيږي نوره ډيره برخه غواړي

خو جمهور رييس پرويز مشرف دا ادعا گانې ردوي او وايي چې دا قبايلي مشران د پرمختيا مخه نيسي او دده هغو پلانونو سره مخالفت کوي چې غواړې د بلوچستان په سمندري غاړې کې يو عصري بندر جوړ کړي او دا ايالت د ټولې سيمې لپاره په يوې سترې تجارتي لارې باندې بدل کړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت