|
د بلوچستان چاودنې ٢٦ کسان ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لږترلږه ٢٦ تنه په بلوچستان کې يوې چاودنې وژلي دي. دوى يوۀ واده ته د روانو کسانو په ډله کې وو چې گاډى يې د بلوچستان په ډېره بگټي کې پر ځمکني ماين وخوت. پاکستاني چارواکو د ماين د ايښودو پړه د بلوڅو پر يوه مخور مشر، نواب اکبر بگټي اچولې، چې له څو مياشتو راهيسې له حکومتي ځواکونو سره په خونړيو نښتو بوخت دى. وژل شوي د مسوري بلوڅ ټبر غړي دي چې د نواب مخالفت کوي. دا چاودنه له کوټې نه ٣٠٠ کيلومتره ختيځ پلو د رکني په نامۀ سيمه کې په داسې وخت کې پېښه شوه چې د ورا والو گاډى پر ماين وخوت . د بلوچستان د حکومت وياند رازق بکتي وويل دا پېښه سهار اته بجې او ٣٠ دقيقې وشوه . رازق بکتي زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي . په دې پېښه کې اووه کسان ټپيان شوي هم دي چې په سيمه ييزو روغتونونو کې يې درملنه کيږي . ډيره بگتي او کوهلو کې په دې وروستيو کې د ماينونو د چاودنې پېښې ډيرې شوي دي . دا لا معلومه نه ده چې دا ماينونه چا ښخ کړي دي . د ډيره بگتي ځايي ناظم کاظم بگتي څو ورځې وړاندې منلې وه چې دولت او باغي بلوڅو د ځانونو د دفاع لپاره دغلته ماينونه ايښي دي . خو د بلوچستان د دولت وياند وايي دوى ماينونه نه ښخوي بلکه د نورو ماينونه پاکوي . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان او د بلوڅانو ستونزه01 مارچ, 2006 | خبرونه بلوڅان څه غواړي؟21 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځ : عادي خلک نه په نخښه کوو20 دسمبر, 2005 | خبرونه بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځي الوتکو پر بلوڅانو بمباري کړې ده19 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستان کې په يوه بمي چاودنه کې نژدې ٣٠ کسان وژل شوي دي 20 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||