BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:40 گرينويچ 2006 ,16 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د تيلو زيرمې موندلي دي
چاڼځاى
دويم پړاو د تيلو د څاگانو کنستل او د چانځايونه جوړول دي .
د امريکايي پوهانو په مرسته ترسره شوې يوه سروې ښيي چې په افغانستان کې تر هغه څه خورا ډېر تېل او غاز شته چې مخکې يې اټکل کېده.

دغه پلټنه چې په دوو کلونو کې د امريکا د جيولوجۍ د سروې له خوا ترسره شوې، له تاجکستان سره د افغانستان پولې ته څېرمه د سترو زېرمو شتوالى اټکلوي.

و لسمشر کرزي پر دغو نويو موندنو خوښي ښودلې او دا يې د خپل هيواد د راتلونکې ودې لپاره يو ارزښتناک گام بللى دى.

د افغانستان د کانو او صنايعو وزير محمد صديق ايشان وويل له تيرو ١٨ مياشتو څيړنې روانې وې چې د امو سيند پر غاړو د تاجکستان پولې ته نژدې د امريکايي او افغان کارپوهانو له خوا وشوې .

په لندن کې د انرژۍ د نړيوالو مطالعاتو اداره دغه موندنې د پام وړ بولي خو وايي چې د اوس لپاره يادې شوې شميرې داسې ښيي چې يوازې د افغانستان د تيلو اړتياوي له دغۀ ځايه پوره کيداى شي .

د انرژۍ د نړيوالو مطالعاتو د ادارې يوۀ غړي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل داسې ښکاري چې افغانستان به هره ورځ له دغه ځايه د ٣٠٠ يا ٤٠٠ زرو بيرله تيلو څښتن شي چې دغه شميره د افغانستان د ټولو تيلو اړيتاوې پوره کوي .

د اوس لپاره هر کال افغانستان خورا ډيرې پيسې له دباندې د تيلو په پلورلو لگوي .

افغان چارواکي وايي دوى د هيواد په نورو برخو کې هم دې ته ورته څيړنې کوي .

د افغانستان د کانو او صنايعو د وزارت يوۀ مامور انجينير ولي زاده بي بي سي ته وويل په هرات ، فراه ، جوزجان او بدخشان ولايتونو کې يې داسې سامان الات لگولي چې د نورو زيرمو د موندلو زيرى ورکړي .

دوى دغلته د ١.٦ ميليارده بيلره تيلو او د ٤٤٤ ميليادره مکعب متره غازو د شته والي خبر ورکړ او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د وروستيو څيړنو له امله د نړۍ له لرو بر څخه شاوخوا ٢٠٠ شرکتونو نيت کړى چې په دغۀ هيواد کې پانگونه وکړي .

تير کال د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت ويلي وو چې د افغان دولت او دامريکا د سروي او جيولوژي د ادارې تر منځ د يوه تړون له مخې ، د امريکا فضايي ادارې ناسا په افغانستان کې خپلې الوتنې پيل کړي دي .

د ٢٠٠٥ کال د نومبر په مياشت کې ښاغلي صد يق ايشان وويل د افغانستان له خاورې د ناسا له خوا اخيستل شوې نقشې ، داښيي چې په افغانستا ن کې تر ٣٠٠ زيات معدنونه ، د گازو او تيلو او د نورو ارزښتناکو ډبرو زيرمې شته دي .

د کانو او صنايعو وزير ويل چې د هيواد په شمال کې د آمو سيند پر څنډو د گازو او تيلو دنويو زيرمو سربيره ، د افغانستان په سويل د پکتيکا په ولايت کې هم د تيلو او په ځينو نورو سيمو کي د يورانيمو ، المونيمو او سربو شتون تايد شوى دى .

افغان وزير دا هم وويل چې د لوگرد عينک د مسو په کان کې د سرو زرو څو سلنه شته ، د افغانستان په نهو نور و سيمو کې هم د سرو زرو کانونه هم کشف شوي دي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت