|
د افغانستان پرمختيايي بودجه نه ده کاريدلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ماليي وزارت مرستيال وزير وحيدالله شهراني ويلي دي ، دولت نه دى توانيدلى چې روان کال ( ١٣٨٤ ، ٢٠٠٥ ) کې د خپلې پرمختيايي بودجې دوه دريمه برخه پيسې ولگوى . د روان لمريز هجري کال لپاره ، د افغانستان پر مختيايي بودجه ٤٠٠٠ ميليونه ډالره ده . ددغې بودجې څه باندې ١٢٠٠ ميليونه يې د دولت ونډه وه چې بايد په هيواد کې د بيا رغونې پر پروژو لگيدلې وه . خو اوس چې کال پاى ته نژدې کيږي ، د افغانستان د ماليي وزارت د مرستيال وزير وحيدالله شهراني په وينا دولت تر اوسه له دغو پيسو يوازې ٤٠٠ ميليونه لگولي او ٨٠٠ ميليونه ېې پاتې دي . ښاغلى شهراني ددې يو لامل په دې کې ويني چې ځينو وزارتونو دا وړتيا نه درلوده چې نړيوالو ته د منلو وړ د بيارغونې پروژې پلان او پلې کړي . (( په خواشينې سره چې د ځينو وزارتونو وړټياوې ټيتي دي . خو پر دې سر بيره ، ددولت تدارکاتي مقررۍ هم د نړيوالو لپاره د منلو وړ نه وې او هغوى پر دغو مقررو ډېرې نېوکې درلودې . د تدارکاتو نوې مقرره جوړه شوې ده او موږ باور لرو چې د هغې له مخې به په وزارتونو کې د پيسو د لگولو وړتيا پورته شي .)) له لاسه د مرستو د وتلو پړه په ظاهر ه پر هغو وزارتونو لويږي چې وې نشو کړاى چې د وړتيا د نه درلودلو له کبله خپلې پرمختيايي بودجې ولگوي . راپورونه وايي چې د انرژۍ او اوبو ، مخابراتو ، کانونو او صنايعو او فوايد عامه په هغو وزارتونو کې راځي چې په دې چار ه کې پاتې راغلي دي . په داسې حال کې چې د کليو او پراختيا وزارت بيا په دې برخه کې بريالى ښودل کيږي (( زموږ د مالي کسانو لپاره دا يوه لويه انديښنه ده . هغه پيسې چې روان کال کې نه لگيږي ، راتلونکي کال ته ځي چې له کبله به يې يو شمير هيوادونه د راتلونکي کال لپاره يا له لويه سره ، نوې ژمنې نه کوي او يا داچې مرستې به ېې لږيږي .)) د لندن له غونډ ې وروسته چې د افغانستان بيارغونې لپاره په کې نړيوالو د څه باندې ١٠ ميلياردو ډالرو د ورکړې ژمنه وکړه ، د دولت د وړتياوو په اړه انديښنې پر ځاى پاتې دي . د ماليې وزارت مرستيال وحيدالله شهراني تر ډيره دغه انديښنې پر ځاى بولي ، خو هيله څر گندوي چې د دولت له لارې د مرستو د نيمايي برخې په لگيدو سره به ، د دولتي ادارو وړتياوې لوړې شي . | ورسره تړلي نور خبرونه احدي : عادي بودجه به راتلونکى کال زياتيږي01 جنوري, 2006 | خبرونه د ١٣٨٤ لمريز کال لپاره د افغانستان عادى بوديجه ٣٢،٨٨٣ ميليارده افغانى ده15 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||