BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:23 گرينويچ 2006 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي: په٢ کلونوکې د غازو د نلليکې کار پيليږي

دغازو نل ليکه
افغان چارواکي وايي د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو د نل ليکې امنيت نيول کيدايشي
د افغانستان د کانو او صنايعو وزير د دغه هيواد له لارې له ترکمنستان نه پاکستان او هند ته د غازو د نل ليکي د غزيدو په برخه کې د يوه لوې پرمختگ د رامينځ ته کيدو خبر ورکړ .

انجينر مير محمد صديق ايشان په کابل کې خبر يالانو ته وويل چې په عشق ابادکې د پروژې په تړاوو په جوړه شوې نهمه غونډه کې د غازو د پير او پلور د بيو له معلوميدو پرته د پروژې پر نورو ټولو جزياتو موافقه شوې او په اړه يې تړون لاسليک شويدى .

ده دا هم ويلي چې د راتلونکو دوو کلونو دننه به په عملي ډول د نل ليکې غزول پيل شي .

د TAP ( ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان ) دپروژي په نامه د افغا نستان له لارې له ترکمنستان نه پاکستان او هند ته د غازو د نل ليکې د غزيدو په تړاوو د افغانستان د کانو او صنايعو د وزيرمير محمد صديق ايشان د يکشنبې د ورځې څرگندونې له پيله بيا تر پايه په داسې يوه باور ولاړې وې چې گواکې نور نو د غه پروژه د شاوخوا ١٣ کاله سياسي امنيتي او تخنيکي لانجو او چنې وهلو له پړاوه وتلې او له مقدماتي اړخه د عمل په ډگر کې د پلې کيدو په حال کي ده .

د ښاغلي ايشان په وينا په دې برخه کې غوڅ پرمختگ په عشق اباد کې د پروژې په نهمه غونډه کې د امنيت ، مارکيټ او د زيرمو د ظرفيت له اړخه له ډاډ گيرنې وروسته تر لاسه شو.

په دغه غونډه کې د درې واړو لورو لوړ رتبه استازو گډون درلود او هندي پلاوى د څارونکي په بڼه غونډې ته ورغلى وو . ښاغلي ايشان د پروژې امنيت ته د اشارې په ترڅ کې وويل د اسيايې بانک له لورې تر سره شوې پلټنه ډاډ ورکوي چې د پروژې امنيت د لگښت په لږ څه زياتيدو سره په ښه توگه نيول کيدى شي .

((په دې کې به د امنيتي ځواکونو د گمارلو تر څنگه يو گام دا وي چې نل ليکه به لږ تر لږه دوه متره ژوره غځول کيږي او بل به له نل ليکې سره جوخت يو داسې نوري فايبر ښخيږي چې د نل له احتمالي سوري کيدو سره سم به د غازو د ضايع کيدو د مخنيوې په موخه په اتوماتيکي ډول د نل د امنيتي کړکيو د تړلو تر څنگه د تاواني شوې نل ليکې دقيق ځاې معلوموي ))

ښاغلي ايشان د مارکيټ په هکله وويل چې د اسيايې بانک له موندنو سره سم په هند سربيره پخپله پاکستان هم ددې لپاره يو لوې مارکيټ دى . په تيره بيا دې ته په کتو سره چې ښايې تر ٢٠١٠ کاله پورې د دغه هيواد د غازو خپلې زيرمې تشې شي .

دا ډول يې د ترکمنستان د غازو د زيرمو د ظرفيت په اړه وويل چې د وروستيو موندنو له مخې دا مهال يوازې د دغه هيواد د دولت اباد زيرمې له ٥ ، ٣ نه نيولې تر ٤.٥ تريليونه متر مکعبه پورې رسيږي او دا له ٣٠ کالو نه د زياتې مودې لپاره دغه پروژه فعاله ساتلى شي .

په توله کې ښاغلي ايشان د عشق اباد د درې ورځينۍ غونډې پايله د پروژې په سر سلا کيدل او په دې اړه د يوه موافقه ليک لاسليک وباله .

((له نيکه مرغه په پايله کې د راښکيلو هيوادونو د پلاوو له لورې پروتوکول لاسليک شو. د افغانستان د پلاوي مشري ما کوله او د پاکستان او ترکمنستان د پلاوو مشري د دغو هيوادونو د نفتو او غازو د وزيرانو په غاړه وه . زه له دې کبله خپلو هيوادوالو ته مبارکي وايم او ډاډ ورکوم چې د غازو دغه نل ليکه به د افغانستان له لارې تيريږي . ))

ښاغلي ايشان دا هم وويل چې سمدستي په مخ کې پرته دنده په مځکه د نل ليکې د غزولو د ساحې معلومول ، د ماينونو پاکول ، د لاندې کيدونکو ملکيتونو استملاک ، د تخنيکي اړتياوو چمتو کول او داسې نور تشکيلوي چې د بشپړولو لپاره يې د درې واړو لورو د کارپوهانو يوه کميټه جوړه شوي ده .

دا ډول يې زياته کړه چې ددې ټولو چارو د بشپړيدو لپاره ډير تر ډيره دوه کاله په پام کې نيول شوي او ورسته له هغې به په عمل کې د نل ليکې غزول پيليږي .

په دې مېنځ کې يوازې د غازو د پير او پلور بيه لا هم نامعلومه پاتې ده ، خو ښاغلى صديق وايې چي په اسلام اباد کې به د اپريل په مياشت کې د هند په گډون د پروژې د لسمې غونډې په مهال دغه خبره هم سپينه شي . او کيدى شي چي له هغې وروسته دغه پوره د TAP پر ځاې د TAPI ( ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان ، هند ) په نامه ونومول شي .

دغه پايپ لاين ١٧٨٠ کيلو متره اوږدوالى لري چې ٧٣٥ کيلو متره يې د افغانستان له خاورې تېرېږي . اټکل دادى چې له دې نه به افغانستان ته په کال کې شاوخوا ٤٠٠ مليونه ډالره گټه په لاس ورشي .دا ډول به د کاله درې زره کسانو ته روزگار پيدا شي. دچارواکو په وينا په دې هم موافقه شوې چې هم افغانستان د خپلې اړتيا وړ غاز له دغه نل ليکې تر لاسه کولى شي او هم د استخراج په صورت کې خپل غاز ددغه نل ليکې له لارې استولى شې .

د ٧، ٣ مليارده ډالرو په لگښت د دغه پروژې د پلې کولو لپاره اوس مهال گنگوسې د بريډاس د ارجنټايني شرکت دي خو ښاغلى ايشان وايې په دې اړه به په پروژه کې شامل درې واړه اړخونه په گډه پريکړه کوي . دا يې هم وويل چې ښايې دا د يوه شرکت د وس خبره نه وي او د يوه کنسرسيوم يا د شرکتونو د ټولگې له لارې پلي شي .

د غازو د دغه نل ليکې لومړنۍ طرحه په ١٩٩٢ يعنې په افغانستان کې د مجاهدينو د واکمنۍ په مهال مخې ته شوه . بيا يې د طالبانو د واکمنۍ په مهال يو څه وخت زور وموندخو د امريکا له لورې د مخالفت له ښودو سره هر څه په ټپه ودريدل .

د طالبانو له ماتې وروسته په ٢٠٠٢ کال کې يو ځل بيا خبره توده شوه خو له يوه لورې امنيتي انديښنو او له بل لورې د امتياز د گټلو لپاره د ايران هڅو تر ډيره دغه پروژه ټکنۍ کړې وه .

اوس ظاهرا داسې بريښي چې د ولسمشر کرزي په گډون د افغان چارواکو د پرله پسې هڅو او په غيرې مستقيم ډول د امريکې د ملاتړ له کبله د پروژې د گټلو پاڼه د افغانستان په لاس ورغلې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت