|
کابل ته له ازبکستانه د برېښنا د ليږد کار پيليدونکى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې له ازبکستان څخه به کابل ته د برېښنا د ليږدولو لپاره د اسانتياو پر جوړولو ډير ژر لاس پورې کوي . د بلخ له ولايت څخه د بغلان ولايت تر پلخمري پورې د ستنو او مزو چارې بشپړې شوې دي خو اوس به له پلخمري د سالنگ په لاره تر کابل پورې د برېښنا ستنې دريږي او مزي به غځيږي چې دغه چاره به د اوبو او برېښنا د وزارت په وينا په درو کلونو کې بشپړيږي . د افغانستان پلازمېنه د اوس لپاره ١٩٥ ميگاواټه برېښنا ته اړتيا لري . خو له خپلو زيرمو ايله ١٢٠ ميگاواټه برابرولى شي . له ازبکستان څخه به افغانستان ټول ٣٠٠ ميگاواټه برېښنا پيري . د اوبو او برېښنا د وزارت چارواکي وايي چې په دغې برېښنا به د بلخ ، بغلان ، پروان ، باميان ، کابل ، وردگ ، ننگرهار او پکتيا ولايتونه برېښنا ترلاسه کوي . د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل خان وايي چې دم گړۍ د دغه هيواد ايله په سلو کې ٦ وگړي برېښنا لري . افغان حکومت هوډ لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان په سلو کې ٢٠ وگړي برېښنا ومومي . افغانستان له خپلو طبعي زيرمو څخه ايله په سلو کې له ٧ برېښنا ترلاسه کوي . ښاغلى اسماعيل خان وايي په افغانستان کې د برېښنا ستونزه په ١٠ کالو او ٢٠ ميلياردو ډالرو حل کيداى شي . | ورسره تړلي نور خبرونه از بكستان له درې ورځو راهيسې په مزار شريف برښنا قطع كړې06 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||