|
افغانستان ته د پاکستان صادرات ډير شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي په ٢٠٠٥ کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ١٢٠٠ ميليونو ډالرو څخه اوښتي دي . که څه هم دغه شمېره دقيقه نه ده ، خو په افغانستان کې د بهرنۍ سوداگرۍ مشر عظيم ورد گ وايې افغانستان ته د صادراتو د کچې له پلوه پاکستان په سر کې دى او ايران ، چين او ترکيه دويم ، دريم او څلورم ځايونه لي . د تورخم -کابل پر سړک د پاکستاني ټيلري گاډو نه ختميدونکى تگ راتگ دا څرگندوي چې افغانستان ته د پاکستاني توکو د ليږدولو بهير څومره چټک دى . دغه درانۀ گاډي افغانستان ته پاکستاني توکي ليږدوي او له دې لوري بيا تشې پاکستان ته درومي . د کابل ښار په ختيځ وره د څرخي پله په تنگي کې د دغو ټيلرو د اوږده کتار د يوه موټر چلونکى جمعه گل وايي ، په مياشت کې درې ځلې کابل ته توکي ليږدوي . د افغانستان د گمرکونو د معلوماتو تر مخې ، هره ورځ په سلگونو پاکستاني گاډي له تورخمه اوړي او افغانستان ته تخنيکي وسايل ، ودانيز ، خوراکي او د سونگ توکي او درمل ليږدوي . په تيرو څلور کلونو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ، ډيره لوړه شوې ده . د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د پاکستان صادرات په کال کې شاوخوا ٢٦ ميليونه ډالره وو . خو د سوداگرۍ په وزارت کې د بهرنۍ سوداگرۍ ريس عظيم ورد گ وايي اوس دغه صادرات په کال کې لږ او ډير ١٢٠٠ ميليونه ډالره کيږي . د پاکستان د سوداگرۍ وزارت چارواکي بيا دغه شميره تردې هم لوړه بولي او وايي روان کال کې يې افغانستان ته صادرات ١٥٠٠ ميليونه ډالره شوي دي . د افغانستان په ښارونو ، بازارونو او د خلکو کورونو کې هرچيرى او په هر ځاى کې د پاکستاني توکو پريمانې ده . په ښارونو کې د دنگو ودانيو ، مار کيټونو او شخصي کورونو په جوړلولو کې ، زياتره له پاکستانه راوړل شوي ود انيز توکي لکه سمنټ او د اوسپني سيخان کارول کيږي . ځينې شمېري ښيي چې په سلو کې اتيا کاريدونکي ودانيز توکي پاکستاني دي . د افغانستان د خوراکي توکو بازارونه هم د پاکستاني خوراکي توکو څخه ډک دي . د کابل ښار په زړه کې د باغ قاضي د خوراکي توکو مارکيت د هټيو په سلو کې نوي هغه وريجې ، مالگه ، ا وړه او حبوبات خرڅوي چې له پاکستانه راوړل شوي دي . د دغه مارکيت څوتنه هټيوال وايي د پاکستاني خوراکي توکو د خرڅلاو بازار ځکه تود دى چې په وينا ېې بيې ېې د افغانستان د خلکو د جيبونو له وس سره برابرې دي . د افغانستان د سويلي سيمو يو اوسيدونکى ، اختر محمد بيا وايي ، ځکه پاکستاني خو راکي توکي کاروي چې په وينا يې په افغانستان کې توليد شوي توکي د ټولو لپاره بسنه نه کوي . د برښنايي وسايلو په برخه کې هم ورته حالت دى . د نادر پشتون په واټ کې د نعيم هوتک د مغازې يو خرڅونکى محمد جاويد هوتک بيا وايي ، پاکستاني برښنايي وسايل ځکه خلک ډير رانيسي چې کيفيت ېې بد نه دى . خو زمرى بيا له پاکستان څخه د راغلو درملو په برخه کې دغه خبره سمه نه بولي او وايي افغانستان ته راوړل شوي درمل ښه کيفيت نه لري . دى له چارواکو غواړي چې په دې برخه کې کلک کنترول ولگوي . په دې برخه کې زياتر ه افغانان ورته غوښتنه لري او د سوداگرۍ له وزارته غواړي چې افغانستان ته د بې کېفيته توکو د وارديدو مخه ونيسي . د نورم او ستاندرد په نوم د سوداگرۍ په وزارت کې يوه اداره شته چې بايد دغه کنترول ترسره کړي ، خو ښاغلى وردگ وايې اوس دغه اداره د دغې چارې د ترسره کولو وړتيا نه لري . بل لورته افغانستان ته د پاکستاني توکو د وارداتو زياتوالي ، افغان صنعت کاران هم انديښمن کړي دي . د افغان صنعت کارانو د ټولنې مشر عبدالجبار وايي په ټيټه بيه ، هيواد ته د پاکستاني توکو په راتگ سره ځينې افغاني کارخانې له ماتې سره مخامخې شوي دي . ښاغلى جبار پر دولت غږ کوي چې د افغان صنعت کارانو څخه ملاتړ وکړي چې په وينا يې وکړاى شي چې د ازاد بازاد اقتصاد په شرايطو کې د بهرنيو توکو سره سيالي وکړي . د اقتصاد يو شمير کارپوهان هم د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ بې انډولي په اوږدمهال کې د افغانستان په گټه نه بولي . د کابل پو هنتون د اقتصاد د پو هنځي استاد حمېدالله فاروقي وايي باېد د نا اړينو وارداتو په مخنيوى او د صادراتو په زياتولو سره دغه انډول ورو ورو برابر شي . د کارپوهانو په وينا ، افغانستان د خپلو معدنونو ، د تيلو د زيرمو ، گازو او کرنيزو محصولاتو څخه په گټورې استفادې سره کولي شي چې د خپلو وارداتو او صادراتو ترمنيځ اړين انډول جوړ کړي . په لنډ مهال کې دغه بې انډولې ډېره د انديښنې وړ نه ده ، خو کارپوهان وايي چې ددغه حالت دوام به افغانستان په بشپړه توگه په يو لگښتي هيواد بدل کړي ، پيسې به ېې خپل ارزښت وبايلي ، بې روزگاري به پراخه او د خلکو پر ژوند به ناوړه اغيز وکړي . د پنځو راتلونکو کلونو لپاره ، د هيواد د ملي پرمختيا په تگلارې کې هم ټينگار شوى چې خصوصي پانگه اچونې ته د ښو شرايطو په برابرولو سره افغانستان بايد د يو لگښتي هيواد څخه په توليدي بازار باندې بدل شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان پرمختيايي بودجه نه ده کاريدلې11 فبروري, 2006 | خبرونه په افغانستان کې د کار موندلو لارې چارې08 فبروري, 2006 | خبرونه افغان صنعت کاران دولتي ملاتړ غواړي25 جنوري, 2006 | خبرونه احدي : عادي بودجه به راتلونکى کال زياتيږي01 جنوري, 2006 | خبرونه ارسلا : د نړيوالې سوداگرۍ غړيتوب ژر ترلاسه کوو31 دسمبر, 2005 | خبرونه م.م: ٧٠%افغانان د بيوزلۍ ژوند کوي 22 دسمبر, 2005 | خبرونه د منځنۍ اسيا او افغانستان پولې سود سودا ته پرانيستل شوي08 اکتوبر, 2005 | خبرونه د افغانستان په شمال كې سوداګريزو چاروته كتنه 22 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||