BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:20 گرينويچ 2006 ,04 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش :د کشمير ستونزه په خپله حل کړئ
بوش مشرف
مشرف هيله من وو چې ولسمشر بوش به د کشمير په مساله کې فعاله ونډه واخلي .
ولسمشر بوش او ولسمشر مشرف د پاکستان او هند ترمنځ د هماليا په سيمه کې د کشمير پر لانجې خبرې وکړې .

په خپل گډ خبري کانفرانس کې د خبرو پر وخت ښاغلي بوش وويل د دې مسالې حل به يوازې د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو له لارې موندل کيږي .

دۀ د کشمير په سر د ډاډ پيدا کولو لپاره اخيستل شوي وروستي گامونه وستايل .

په اسلام اباد کې د بي بي سي يو خبريال وايي د ښاغلي بوش دغو څرگندونو ښايي ولسمشر مشرف ناهيلي کړى وي .

مشرف غوښتل چې واشنگټن د دواړو گاونډيو ترمنځ پر دغې لانجې کې فعاله ونډه واخلي .

بل پلو ولسمشر بوش وايي د القاعدې د ماتولو لپاره نور کار ته هم اړتيا شته .

پاکستان ته د سفر پر وخت يوۀ خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت ښاغلي بوش وويل د ٢٠٠١ کال د سپتمبر له ١١ نېټې وروسته ولسمشر پرويز مشرف زړور گام واخيست چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې يې له واشنگټن سره لاس يو کړ .

دۀ وويل : (( پاکستان د القاعدې په سلگونو ترهگر نيولي يا وژلي دي . پاکستان په دې جگړه کې خپل زړور استوگن له لاسه ورکړي دي .

موږ له هغو ټولو منندوى يوو چې په دې ستره مبارزه کې يې ژوند له لاسه ورکړى دى .

موږ هغه پاکستانيان ستايوو چې د ترهگرو سره په مقابله کې لا هم خپل ژوند په داو کوي .

موږ له دغو وژونکو نه په شا کيږو . موږ به دا جگړه کوو او موږ به په گډه دغه جگړه گټو . ))

جنرال مشرف هم د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې پر ملگرتيا ټينگار وکړ :

(( لومړنى عنصر چې بايد څوک پکې واضح وي نيت دى ، زما په گومان دا خبره ډيره ښکاره ده چې د پاکستان نيتونه او زما نيتونه واضح دي چې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې موږ ډيره کلکه ملگرتيا لرو . ))

په همدې ترڅ کې ښاغلي بوش وويل له جنرال مشرف سره يې د خبرو ډيره برخه پر ديموکراتيکو اصلاحاتو وه .

دۀ وويل په ٢٠٠٧ کال کې د پاکستان د ولسمشرۍ ټاکنې يوه ښه موقع ده .

جنرال مشرف وويل د دۀ په وينا دۀ پاکسان ته د ديموکراسۍ جوهر راوړى دى . تر دې وړاندې پوليسو د حکومت مخالفو ديو مشر او د پاکستان دپخواني کريکټ ستوري عمران خان په گډون يو شمير مخالف سياستوال او د هغوى ملاتړي ونيول ، دوى نيت لارۀ چې اعتراضي لاريون وکړي .

په اسلام اباد کې د بي بي سي يو خبريال وايي دا نيونې به د پاکستان د ديموکراتيک اعتبار لپاره نورې پوښتنې هم راپورته کړي .

ښاغلي بوش دا هم ښوولې چې دۀ له ايران څخه د پاکستان له لارې هند ته د غازو د يوې نلليکې په باب مخالفت پراېښى دى .

دۀ وويل متحدو ايالتونو له نلليکې سره مخالفت نه درلود بلکې له هغۀ اتومي بم سره مخالف دي چې د دۀ په وينا يې ايران د جوړيدو غوښتنه لري .

ښاغلي بوش وويل دى په دې پوهيږي چې سويلي اسيا طبعي غازو ته اړتيا لري .

تر دې وړاندې واشنگټن ويل چې دوى له دغې نلليکې سره جوړ نه دي او داسې يې ښوولې وه چې که د شپږو ميلياردو ډالرو دغه پروژه پيل شي نو هند او پاکستان به له بنديزونو سره مخامخ شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
ولسمشر بوش کابل ته ورسيد
01 مارچ, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت