 | | | د اټومي انرژۍ په اړه نن يو مهم سند د دواړو هيوادو ترمنځ لاسليک شو |
هند ته د خپل سفر پر وروستۍ ورځ، ولسمشر بوش حيدرآباد ته چې د لوړې ټکنالوژۍ مرکز دى، ورغى او دلته يې د دواړو هيوادو پر اقتصادي اړيکو ټينگار وکړ. ټاکل شوې ده چې دى نن وروسته له هند سره د نوې ستراتېژيکې همکارۍ په اړه خپله نظريه روښانه کړي او دا يوه ورځ وروسته تر هغه چې د اټومي انرژۍ په اړه يو مهم سند د دواړو هيوادو ترمنځ لاسليک شو. ښاغلى بوش به په ډيلي کې د يوې وينا په ترڅ کې پر هغو ارزښتونو وغږېږي چې دواړه هيوادونه سره يو کوي، په تېره بيا ولسواکۍ ته د هغوى ژمنتيا. خو پخپله په امريکا کې د دواړو لويو گوندونو جگپوړو غړو په دې اړه اندېښنه وښوده چې د اټومي همکارۍ په اړه پرونى لاسليک شوى تړون ښايي پر نورو هغو هيوادو زور اچول گران کړي چې د اټوم په برخه کې تکلونه لري. |