|
کرزى : د افغانستان - پاکستان ويزه دې نه وي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې دى اصلآ د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ ويزه نه غواړي . ښاغلي کرزي وويل دا کار به د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداگري وغوړوي . د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې د دواړو هيوادونو په پوله دې دېوال ودريږي چې د ترهگرو د اوښتو مخنيوى وکړي ولسمشرو کرزي مخالفت وښوود او ويې ويل چې دېوالونه بېلتونونه پيدا کوي . په دې وروستيو کې ځينو سياسي کړيو داسې وړانديز هم لارۀ چې په نړۍ کې دې مېشتو پښتنو ته که هر ځاى اوسيږي د افغانستان تابعيت ورکړل شي او په دې توگه دې هغوى دوه گونى تابعيت ولري . ولسمشر کرزي پاکستاني چارواکو ته ور په زړۀ کړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سود سودا کچه د کال ايله ٢٥ ميليونه ډالره وه خو اوس ١.٢ ميلياردو ډالرو ته رسيدلې ده . افغان مشر پاکستاني سوداگرو په غوږ ووهل چې دغه سوداگري تر ٥ ميلياردو ډالرو رسيدى شي ځکه چې د افغانستان له لارې خپل توکي د منځنۍ اسيا بازارونو ته وړاندې کولى شي . ولسمشر کرزي د پاکستان پوځي اکاډمۍ کې نن د پنجشنبې په ورځ ( ٢٧ سلواغې ١٦ فبروري ) په خپله وينا کې غوښتنه وکړه چې دواړو گاونډي هيوادونه دې د ترهگرۍ د جرړو د پرې کولو لپاره په گډه کار وکړي . ښاغلي کرزي وويل افغانستان او پاکستان بايد د يوۀ ښيرازه راتلونکي لپاره په گډه کار وکړي . ښاغلي کرزي وويل د دغو گاونډيو هيوادونو پېښې پر يوۀ بل ژورې اغيزې لري . افغان ولسمشر ټينگار وکړ چې په يوۀ بې وزلي او بې ثباته گاونډ کې د پرمختيا هيلې ناشوني دي . په همدې ترڅ کې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر له کابله په يوۀ خپارۀ کړي بيان کې ويلي چې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې افغان پلاوي پاکستاني چارواکو ته د دوى په وينا د ١٥٠ ترهگرو نومونه ورسپارلي دي چې په هغۀ هيواد کې اوسيږي . کابل د دغو کسانو د نيولو غوښتنه لري . | ورسره تړلي نور خبرونه د ولسمشر کرزي په وياړ افغان زندانيان خوشي شول15 فبروري, 2006 | خبرونه مشرف او کرزى : د ترهگرۍ پر ضد مبارزه گړندۍ کوو15 فبروري, 2006 | خبرونه د کندهار او پېښور غونډو لاسوهنې وغندلې11 فبروري, 2006 | خبرونه ولسمشر کرزى سبا پاکستان ته روان دى14 فبروري, 2006 | خبرونه کرزى : مرستې به د ديموکراسۍ او قانون لپاره کاروو29 جنوري, 2006 | خبرونه کرزى : تر ١٠ کالو پورې بهرنيو پوځونو ته اړ يوو28 جنوري, 2006 | خبرونه حامد کرزى د طالبانو د اعمالو پړه پر اسامه اچوي 24 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||