BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:16 گرينويچ 2006 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندهار او پېښور غونډو لاسوهنې وغندلې
کندهار
د کندهار والي هم څه مودا پخوا شکايت کړى وو چې د ځانمرگو بريد کوونکو جنازې په پاکستان کې کيږي او له هغه هيواده افغانستان ته راځي .
د کندهار او پېښور په جلا جلا غونډو کې له هغه څه شکايت وشو چې د غونډو برخه والو په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې وبللې .

د کندهار گڼ شمير اوسيدونکو او د ولايتي جرگې غړو په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو له قومندان او د افغانستان له ملي امنيت د څانگې له مشر سره په غونډه کې شکايت وکړ چې د دوى په وينا پاکستان په افغانستان کې امنيت خرابوي .

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر ډاډ ورکړ چې متحد ايالات به افغانان يوازې نه پريږدي او خپلو همکاريو ته به دوام ورکوي .

جنرال هايکن بيري په کندهار کې له ولسي خلکو سره په داسې وخت کې وليدل چې هغوى د تيرې اوونۍ د يوۀ ځانمرگي بمي بريدد قربانيانو گډه فاتحه اخيسته .

د کندهار اوسيدونکو له امريکايي پوځي مشره وغوښتل چې په افغانستان کې د امنيت لپاره بايد پر پاکستان فشار ډير شي .

بل پلو د صوبه سرحد د پښتنو قبايلو په يوې جرگې کې له پاکستاني حکومته غوښتل شوي چې په افغانستان کې د نه لاسوهنې کړې ژمنې پر ځاى کړي .

جرگه د عوامي ملي گوند له خوا تنظيم شوې وه چې د سيمې ځينو مهمو سياسي شخصيتونو پکې برخه اخيستې وه .

برخه والو په قبايلي سيمو کې د القاعدې شته والى د دوى په وينا د پاکستاني پوځ زيږنده وبالۀ او ويې ويل چې دا د قبايلو پر ضد يوه دسيسه ده .

د کندهار او پېښور د شنبه د ورځې ( د سلواغې ٢٢ د فبروري ١١ ) دا غونډې په داسې وخت کې شوي چې د افغانستان ولسي جرگې کې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو هم بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي دغه هيواد د ترهگرۍ پر ځالې بدل شوى وبالۀ .

د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ولسي استازيو ته په افغانستان کې له امنيت سره په تړاو خبرې وکړې او يو وار بيا يې د بهرنيو لاسوهنو يادونه وکړه .

دوى د کوم هيواد نوم وانه خيست خو ويې ويل چې د افغانستان ختيځ او سويل ته پروت هيواد د ترهگرۍ په ځاله بدل شوى دى چې دغلته پاکستان موقعيت لري .

پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي او وايي په هغۀ درې اړخيز کميسيون کې پر دې مسايلو خبرې کوي چې د افغانستان متحدو ايالاتو او د دوى د پوځي استازو ترمنځ په پرله پسې ډول ترسره کيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
کندهار کې بمي بريد١٣تنه وژلي
07 فبروري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت