|
د هنگو په پېښو کې د وژلو شميره ډيره شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د صوبه سرحد په هنگو کې د سنيانو او شيعيه گانو ترمنځ نښتو کې څلور نور کسان نن د جمعې په ورځ ( د سلواغې ٢١ د فبروري ١٠ ) ووژل شو ل چې دغه ډول د مړيو شمېر ٣١تنو ته ورسېدۀ. د هنگو له ښارگوټي سره نژدې د ابراهيمزي کلي په غرونو کې دواړه خواوې يو پر بل د توپکو او توغنديو بريدونه کوي. په سيمه کې د حکومت له خوا گرځبنديز لگېدلى دى. دا تاتريخوالى وروسته له هغې ډېر شو چې د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د عاشورې د مراسمو د لمانځلو پر مهال يوۀ ځانمرگي خپل ځان د خلکو په مينځ کې وچووۀ . په هنگو کې پارېدلو خلکو هټيو ته اور واچوۀ ،د جمعې په ورځ هم له ډېرو هټيو څخه د اورلمبې پورته کېدې. داسې ويل کېږي چې د ښار په سلو کې ٧٠ دوکانونه سوځول شوي دي. که څه هم دا مهال ښارگوټى د ملېشو او پوليس په ولکه کې دى خو ځايي خلک وايي چې حکومت د عاشورې د مراسمو پر وخت ټينگ امنيت نه وو نيولى. د پاکستان د کورنيو چارو وزير آفتاب احمد شېرپاو پرون وويل پوځيان هنگو ته استول شوي چې نظم بېرته ټينگ کړي. د سميه ييزو پوليسو مشر ايوب خان له هغه وروسته پرون گرځبنديز ولگاوه چې قهرېدلو شيعيه گانو دوکانونو او موټرو ته اور واچاوه او له پوليسو سره يې نښتې وکړې. پاکستان د ډېرو کلو لپاره د سنيانو اوشيعيه گانو ترمنځ د فرقه يي نښتو شاهد وو. | ورسره تړلي نور خبرونه د کلات په مظاهرو باندې پاکستانيان نيول شوي09 فبروري, 2006 | خبرونه په پاکستان کې ٨ کسان وژل شوي دي09 فبروري, 2006 | خبرونه د اتومي انرژۍ پاکستانى ساينسپوه ووژل شو08 فبروري, 2006 | خبرونه په پاکستان کې نور بريدونه شوي دي04 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||