|
کندهار کې بمي بريد١٣تنه وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کندهار په ښار کې د پوليسو ماموريت مخې ته د يوې چاودنې په ترڅ کې ١٣ تنه وژل شوې او يو شمير نور ټپيان شويدي عيني شاهدانو وويل چې د پوليسو د ماموريت مخې ته يو شمير مړي پراته وو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يو وياند وويل ددغه پېښې په قربانيانو کې ملکي او غير ملکي کسان شامل دي وياند وويل ښاېې دا چاودنه د يو ځان وژونکې بريد له امله شوي وي افغانستان کې د بي بي سي خبريال وايي په وروستيو مياشتو کې د اورپکو له خوا په تيره بيا د هيواد په جنوب کې د تشدد پېښې زياتې شويدي افغان چارواکو ددغو بريدونو ملامتي د پخوانيو طالبانو پر پلويانو اچولې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||