BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:22 گرينويچ 2006 ,24 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش : په پسرلي کې هند او پاکستان ته ځم

بوش او عزيز
ولسمشر بوش له شوکت عزيز سره په خبرو کې وويل چې په پسرلي کې به هند او پاکستان ته سفر کوي .
د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيز په واشنگټن کې د متحدو ايالاتو له ولمشر بوش سره وليدل .

د دوى ترمنځ خبرو کې ښاغلي بوش وويل چې دى به د مارچ په مياشت کې هند و پاکستان ته سفر کوي .

په دې وروستيو کې د امريکا له خوا د توغندي له يوۀ بريده وروسته چې پکې لږ تر لږه ١٨ کسان ووژل شول د واشنگټن او اسلام اباد تر منځ حالات ترينگلي دي .

ښاغلي عزيز په ښکاره د افغانستان پولې ته نژدې د دغۀ بريد غندنه کړې ده ، د بريد له امله په پاکستان کې امريکا ضد لويې مظاهرې وشوې .

کله چې ولسمشر بوش او د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيز د کامرو مخته راڅرگند شول نو يوې پوښتنې ته يې هم ځواب نه وايۀ .

د دې پر ځاى يې يو څو لنډې خبرې د خپلو ستراتيژيکو اړيکو پر اهميت وکړې .

امريکاييانو لومړى له طالبانو سره او اوس له القاعدې سره مقابلې ته د پاکستان پر همکارۍ تکيه کړې ده .

خو په روانه مياشت کې د افغانستان پولې ته نژدې د متحدو ايالاتو د توغنديو بريد په پاکستان کې غصه پارولې او مظاهرې شوې دي .

داسې باور دى چې دغه بريد د القاعدې د مرستيال مشر د وژلو په نيت شوى و . خو د پاکستان لومړى وزير او ولسمشر سره يو خولۀ نه دي او بيلا بيل پيغامونه ورکوي .

ولسمشر مشرف وويل ښايي د القاعدې جنگيالي په دغۀ بريد کې وژل شوي وي خو لومړي وزير شوکت عزيز وويل داسې هيڅ شواهد نشته چې د القاعدې شته والى هلته وښيي ، ښاغلي عزيز دغه بريد غندلى دى .

خو د کامرو په شته والي کې ښاغلي عزيز ښه په احتياط له دغې موضوع ډډه وکړه .

د دې پر ځاى دۀ له امريکاييانو د تير کال د زلزلې په وړاندې د ورکړل شوي ځواب له امله مننه وکړه او ويې ويل چې دى د مارچ په مياشت کې پاکستان ته د ولسمشر بوش د سفر لارې څاري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت