BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:40 گرينويچ 2005 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي پوځ په افغانستان کې تېروتنې ومنلې
News image
امريکايي پوځ د ايراني کړيو دا دعوه رد کړه چې له افغانستان د دوى د خاورې څارنه کوي .

په افغانستان کې د امريکا يوۀ لوړ پوړي پوځي چارواکي داومنله چې د هغوى د پېلوټانو او توغنديو د تخنېکي تېر وتنو له کبله ، د هغوى پوځي الوتکو کله کله د پوځي موخو پر ځاى پر ملکي وگړو بمباري کړې چې له کبله يې بېگناه خلکو ته مرگ ژوبله پېښېږي .

په افغانستان کې د امرېکاد هوايي ځواکونو قوماندان جنرال جېمز هنت نن په يوه خبرې کنفرانس کې دغه څرگندونې وکړې او ټېنگار يې وکړ چې په راتلونکې کې ددغه ډول پېښو د مخنېوي په موخه ، د تېروتو هوايي بمباريو هراړخېزه څېړنه کوي.

په افغانستان کى د امرېکا د هوايي ځواکونو قوماندان په يوې بلې پرمختيا کې وويل داسې څه شواهد نشته چې گواکې د امرېکا د کشف الوتکو د افغانستان له خاورې په اېران کې د څار دندي ترسره کړې وي .

 په راتلونکې کې ددغه ډول پېښو د مخنېوي په موخه ، د تېروتو هوايي بمباريو هراړخېزه څېړنه کوي.
جنرال هنت

جنرال جېمز هنت چې نن په کابل کې په ېوه خبري کنفرانس کى غږېده ،له لوېه سره په اېران کې د امرېکا د کشف الوتکو له الوتنو بې خبري وښودله .

مخکې ځېنو ايراني رسنېو د اېران په فضا کې د امرېکا د کشف الوتکو د الوتنو خبره کړې وه او ادعا ېې کړې وه چې گواکې ېوشمېر دغه الوتنې د افغانستان له خاورې ترسره شوې دي،خو امرېکاېي جنرال واېي دوى په افغانستان کې د خپلو هواېي عملېاتو په ترڅ کې دافغانستان له گاونډېانو سره د اړېکو حساسېت ته پوره ځېر دي او نه غواړې داسې څه وشي چې دغه اړېکې زېانمنې شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت