BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:15 گرينويچ 2006 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : مرستې به د ديموکراسۍ او قانون لپاره کاروو
کرزى
ولسمشر کرزي په افغانستان کې د فساد خبره ومنله خو ويې ويل چې د وخت په تيريدا او له پرله پسې هلو ځلو وروسته به دغه ستونزه حل شي .
افغان ولسمشر حامد کرزي د يکشنبه په ورځ ( د سلواغې ٩ د جنوري ٢٩ ) نړيوالو مرستندويانو ته وويل چې له افغانستان سره مرستې به يې د دغۀ هيواد د امنيت پر ټينگولو او هلته د مدني ټولنې پر غوړولو ولگيږي .

ولسمشر کرزي په کوپنهاگن کې د ډنمارک له لومړي وزير اندرېس فوگ راسموسين سره تر ليدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل په هيله يوو چې په افغانستان کې د ديموکراسۍ د غوړيدا ، د بشري حقونو او د قانون د برلاسۍ لپاره نړيوال مرستې وکړي .

ولسمشر کرزي په افغانستان کې د فساد خبره ومنله خو ويې ويل چې د وخت په تيريدا او له پرله پسې هلو ځلو وروسته به دغه ستونزه حل شي .

حامد کرزي خبريالانو ته زياته کړه چې افغانستان په تيرو څو کلونو کې خورا ډير پرمخنگ کړى دى خو لاهم تر پنځو يا ١٠ کلونو پورې د نړيوالو مرستو ته اړتيا لري .

ولسمشر کرزى په لومړي ځل نن ډنمارک ته په رسمي سفر تللى و.

دۀ د ډنمارک له ملکې مارگريت او د هغې له خاوند شهزاده هينريک سره په شاهۍ ماڼۍ کې وليدل او وروسته يې له لومړي وزير او نورو لوړ پوړو جارواکو سره غرمنۍ وخوړه .

ډنمارک تيرکال له افغانستان سره د ١١٠ ميليونه ډالرو په انډول مرسته کړې وه .

د ناټو په مشرۍ کې د ايساف د ځواکونو لپاره ډنمارک ١٦٠ سرتيري ورکړي دي . ١٠ ورځې وړاندې په کوپنهاگن کې پارلمان ومنله چې د ناټو لپاره ٢٠٠ نور سرتيري هم لاړ شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
کرزى نن لندن ته رارسيږي
29 جنوري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت