BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:21 گرينويچ 2005 ,06 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشر کرزى سعودي عربستان ته وخوځيد
کرزى
ولسمشر کرزى د اسلامي هيوادونو په يوې ځانگړې سرمشريزې کې برخه اخلي .
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د سې شنبې ( د ليندۍ ١٥ د دسمبر ٦ ) په گهيځ د اسلامي هيوادونو د سرمشريزې په ځانگړې غونډه کې د گډون لپاره د سعودي عربستان په لورې خوځيدلى دى .

د غونډې د بحث موضوع د اسلامي هيوادونو په وړاندې د پرتو ننگونو ارزول دي .

غونډه په پلازمينه رياض کې د چهارشنبې په ورځې پيليږي او د پنجشنبې د ورځې تر پايه به دوام مومي .

په کابل کې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر ويلي چې ښاغلى کرزى به غونډې ته مفصله وينا وکړي .

دغه سرمشريزه د پادشاه عبدالله په بلنه ترسره کيږي چې په سعودي عربستان کې به پر کورنيو اصلاحاتو او اسلامي نړۍ پر مسايلو غور کوي .

د عراق او فلسطين پر چارو به هم خبرې کيږي . افغان چارواکي وايي ولسمشر کرزى به په خپله وينا کې پر هغو ستونزو رڼا اچوي چې اوس اسلامي نړۍ ورسره مخامخه ده . ښاغلى کرزى به د اسلامي هيوادونو ترمنځ پر لا ډيرې همکارۍ هم ټينگار کوي .

ولسمشر کرزى به د سعودي عربستان او يو شمير نورو اسلامي هيوادونو له مشرتابۀ سره جلا ليدنې کتنې هم کوي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت مشر به هم په دغۀ سفر کې له ولسمشر کرزي سره ملۀ وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت