BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 02:04 گرينويچ 2006 ,28 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : تر ١٠ کالو پورې بهرنيو پوځونو ته اړ يوو
کرزى
حامد کرزي وويل : طالبانو ته له بهره مرسته راځي
دافغانستان ولسمشر حامد کرزي وويل هيواد يې ښايي له پنځو نه تر ١٠ نورو کلو بهرينو پوځيانو ته اړتيا ولري چې ترهگر او ياغيان وځپي.

هغه چې د سويس په داووس کې د نړۍ په اقتصادي جرگه کې غږېده، وويل ځانمرگي بريدونه اوس هم د هيواد لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده .

هغه وويل چې طالبانو ته له بهر نه مرسته راځي خو نه پوهېږي چې تر شا يې څوک ولاړ دي.

ښاغلى کرزى به له سويس او ډنمارک څخه وروسته لندن ته راځي چې د افغانستان په باب د يوۀ کنفرانس مشري وکړي .

د لندن کانفرانس چې د جنوري په ٣١ او د فبروري په ١ نېټه کيرونکى دى د ملگرو ملتونو د سرمنشي کوفي عنان او د برتانيا د لومړى وزير توني بلير په گډون به يې ښاغلى کرزى مشري کوي .

د متحدو ايالاتو له خوا به د بهرنيو چارو وزيره کانداليزا رايس په دې کانفرانس کې برخه اخلي .

د امريکا متحد ايالتونه وايي د لندن په راروان کنفرانس کې به افغانستان ته د مالي مرستو يوه لويه مجموعه اعلان کړي.

د افغانستان د پرمختيا لپاره يو پنځه کلن پلان هم دې کنفرانس ته چې د ٧٠ هيوادو استازي به پکې برخه واخلي، وړاندې کېږي .

بل پلو ښاغلي کرزي افغانستان ته د نورو پوځيانو د استولو په اړه د برتانيا د اعلان هرکلى وکړ.

تر دې وړاندې د برتانيې د دفاع وزير جان ريډ چې د سرتېرو د استولو پرېکړه يې اعلان کړې، دا څرگندونې رد کړې چې گواکې دغه عسکر به د طالبانو او القاعدې د پاتې شونو په لټون بوختېږي.

هغه وويل، برتانوي عسکر به د ياغيانو دهر ډول بريد ځواب وايي، خو په دې سره يې د ماموريت ماهيت نه بدلېږي. دا پوځيان به دافغان پوځ روزونکو ته امنيت، اقتصادي وده او د مرکزي او سيمه ييز سياسي واک پراخيتا تامين کړي.

جان ريډ ټينگار وکړ چې د غليم د لټون لپاره د عملياتو ترسره کول د برتانوي ځواکونو اصلي هدف نه دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت