|
کرزى نن لندن ته رارسيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ټاکل شوې ده افغان ولسمشر حامد کرزى نن ( د سلواغې ٩ د جنوري ٢٩ يکشنبه ) لندن ته له روانېدو وړاندې په کوپنهاگن کې د ډنمارک له لومړي وزير اندرېس فوگ راسموسين سره وگوري. ښاغلى کرزى پرون ناوخته د سويس په داووس کې د نړۍ په اقتصادي جرگه کې له گډون وروسته کوپنهاگن ته ورسېده او د امېلېين بورگ په ماڼۍ کې يې له ملکې مارگريت او د هغې له مېړه سره وکتل. ډنمارک افغانستان د مالي او پوځي مرستو په چمتو کوونکو کې راځي. له دې سره جوخت د لندن په کنفرانس کې د گډون لپاره د افغان گڼ کسيز پلاوى نور غړي مخامخ له افغانستان نه د لندن ښار ته رارسېدلي دي. ددغه پلاوي غړو وويل زيات ټينگار به د نادولتي ټولنو پر ځاى پخپله افغان حکومت ته د نړيوالو مرستو په ورکولو کېږي. افغان چارواکي دغه راز وايي په پنځو کلو کې يې د کوکنارو د کر او د اپينو د توليد او قاچاق د بشپړ مخنيوي يوه تگلاره د کنفرانس د څېړنې لپاره چمتو کړې ده. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير حبييب الله قادري وويل دا طرحه څلور اساسي خواوې لري او سلگونه ميليونه ډالره لگښت غواړي، چې برى يې ټول د نړيوالو په مرستې پورې تړلى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان دولت : که پيسې سمې ولگوو نورې هم ترلاسه کوو28 جنوري, 2006 | خبرونه قادري : د مخدره توکو د مبارزې تگلاره جوړه شوه28 جنوري, 2006 | خبرونه لندن کې د افغانستان سره د مرستو ستر کنفرانس24 جنوري, 2006 | خبرونه په لندن کې د افغانستان په اړه نړيواله غونډه 20 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||