BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:09 گرينويچ 2006 ,28 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان دولت : که پيسې سمې ولگوو نورې هم ترلاسه کوو

کوکنار
د مخدره توکو مساله د لندن د کانفرانس يوه له مهمو خبرو څخه بلل کيږي .
د افغانستان په باب په لندن کې د جوړيدونکي کانفرانس برخه وال افغان پلاوى په دې ټينگار کوي چې نور بايد نړيوالې مالي مرستې د دوى په لاس ولگول شي .

دا هغه نظر دى چې په دې وروستيو وختونو کې نړيوال بانک هم ورکړى دى.

نړيوالې ټولنې تر اوسه پورې د افغانستان په دولت کې دغه توان نه ليد . اوس دا په افغان حکومت پورې ده چې نړيوال قانع کړي .

د لندن کانفرانس ته راغلى افغان پلاوى وايي دوى به په خپلو راتلونکو گامونو د نړيوالو اوسنى دريځ بدل کړي .

له مخدره موادو سره د مبارزې افغان وزير حبيب الله قادري يو له هغو لوړ پوړو چارواکو څخه دى چې د لندن په کانفرانس کې برخه اخلي .

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي قادري وويل که چيرې دوى مالي مرستې سمې ولگوي نو د نورو مرستو هيله هم کولى شي .

ښايي همدا دليل وي چې ښاغلى قادري له لندنه د هغومره مرستو هيله نه لري چې د کانفرانس په ترڅ کې به يې دى له نړيوالو غواړي .

د مخدره موادو مساله د لندن په کنفرانس کې له خورا مهمو موضوعاتو څخه گڼل کيږي .

ښاغلى قادري په دې باور دى چې د افغانستان د نورو ستونزو د حل کونجي هم د مخدره توکو په مشکل کې پټه ده .

له بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي قادري وويل (( که د مخدره توکو ستونزه حل نه شي نو نه امنيت ښه کيدى شي ، نه د فساد مخنيوى شونى دى . ))

افغانستان په خپلې نوې تگلارې کې د مخدره توکو د ستونزې حل ته پنځه کاله وخت بېل کړى خو شرط يې دا دى چې نړيوال ورسره مالي مرسته وکړي .

يوازې د مخدره توکو او ورسره تړليو چارو لپاره افغان پلاوى د دوو ميليارد ډالروغوښتنه لري .

له مخدره موادو سره د مبارزې وزير ويره ښيي چې که نړيوال اوس له افغانستان سره د دې مشکل په حل کې لاس ونه کړي نو ورو ورو ښايي مافيا ډوله ډلې د حکومت جوړولو په څير مهمو برخو ته لار ومومي .

د هلمند په ولايت کې د برتانوى سرتيرو د ځاى پر ځاى کيدو د هرکلي پر وخت ښاغلي قادري وويل که په دغه ولايت کې د بيا رغاونې او د بديل معيشت په برخه کې نړيوال کار وکړي نو دغه چاره به له امنيت سره هم مرسته وکړي .

برتانوي سرتيري د درو کلونو لپاره د هلمند په ولايت کې ځاى پر ځاى کيږي .

تيره اوونۍ د برتانيا د دفاع وزير جان ريډ په ټاکلې موده کې د برتانوي سرتيرو برياليتوب د درو څيزونو په ترلاسه کولو کې وليده .

جان ريډ وويل که په درو کلونو کې دوى په هلمند کې لږ تر لږه ٢٠٠٠ افغان سرتيري وروزي ، که بزگران د کوکنارو پر ځاى بل فصل ومومي او د کابل واک په ولايتونو کې لا ډير خپور شي نو د برتانوي سرتيرو ماموريت به بريالى وي .

د لندن په کانفرانس کې افغان پلاوى د جان ريډ ارزونه پر ځاى بولي خو ډير پام به يې بې له شکه چې د خپلو غوښتنو په وړاندې د نړيوالې ټولنې ځواب ته وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت