|
په لندن کې د افغانستان په اړه نړيواله غونډه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نړۍ د اويا هيوادونو او نړيوالو سازمانونو دوه سوه استازي، د افغان حکومت ولسمشر او لوړپوړي چارواکي او د ملگرو ملتونو استازي به لس ورځې وروسته لندن کې دوه ورځنۍ جوړيدونکې غونډې کې گډون وکړئ. د بن له تاريخي کنفرانس نه څلور کاله وروسته، دملي شورا له جوړيدو سره ددغه کنفرانس د تړونو ټاکل شوې موده پاې ته و رسيده. لندن کې جوړيدونکې غونډې کې به نړيواله ټولنه له افغانستان سره له سره او په رسمې بڼه تر راتلونکو پنځوکلونو خپلې نوې ژمنې په گوته کړي. د غونډې مشري افغانستان، بريتانيه او ملگروملتونه پرغاړه لري چې د جنورۍ له يو ديرشمې د فبرورۍ تر لمړۍ نيټې به د لندن په لانکستر ماڼې کې تر سره شي. د غونډې تر بحث لاندې بنسټيز ټکي امنيت، حکومت داري، د قانون اوبشري حقونو واکمني، دوامدار اقتصادي او ټولنيز پرمختگ او دمخدره توکو دتوليد مخنيوى جوړوي. په دغې غونډې کې به د نړيوالې ټولنې د مرستو په تړاو يو لړ تړونونه وشي چې د هغې پر بنسټ به افغانستان ته د نړيوالې ټولنې مرستې اغيزمنې شي او حساب ورکونه به يې روڼوالى ومومي. دلندن په غونډې کې به افغان حکومت د افغانستان د ملي پرمختگ تگلاره وړاندې کړي چې مسوده يې له نړيوالې ټولنې سره په مشورې له وړاندې جوړه شوې. د ملي پرمختگ د تگلارې د پلي کولواو د په گوته شوو موخو د تر لاسه کولولپاره به له گډونوالو هيوادونو او سازمانونو ملاتړترلاسه شي. لندن کې دتر سره کيدونکې غونډې موخه د مالي مرستو تر لاسه کول ندي، د لندن غونډې کې د راتلونکو پنځو کلونو پر پرمختيايي تگلارو خبرې اترې کيږي او غونډه به تر ډيرې کچې سياسي وې، خو تمه داده چې مرستندويه هيوادونه له موقې نه په گټې اخستو خپلې نوې مرستې اعلانې کړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||