|
ولسمشر کرزى : اقتصادي وده له امنيت سره تړاو لري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزى په کندهار کې د سويل لويديځو ولايتونو له لوړ پوړو چارواکو او سپين روبو سره په خبرو کې ويلي چې د سيمې اقتصادي وده له امنيت سره تړاو لري . د ښاغلي کرزي دا خبرې په داسې وخت کې شوي دي چې په دې وروستيو کې د نيمروز له ولايت څخه يوهندى کارکوونکى د مشکوکو طالب اورپکو له خوا وتښتول شو او وروسته يې مړى وموندل شو . دغه هندي په نيمروز کې د يوۀ سړک پر جوړولو کار کاوۀ . ښاغلي کرزي په کندهار کې په سلگونو کسانو سره په خبرو کې وويل چې د دۀ په وينا افغانستان له دوو سترو ننگونو سره مخامخ وو چې يو يې د القاعدې او ترهگرو ستونزه وه چې د دوى په وينا د نړيوالو په همکارۍ تر ډيره له منځه تللې ده . ښاغلي کرزي افغان ولس ته دويمه ننگونه د کوکنارو کرکيله وبلله او ويې ويل چې خپله افغانان بايد له دې ستونزې ځان خلاص کړي . د سويل لويديځو ولايتونو واليانو او سپين روبو ظاهرآ ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به تر خپله وسه هڅه کوي . افغان ولسمشر په کندهار کې د عينو په نامۀ د نجونو په يوې ليسې کې هم په سلگونو ښځو ته وينا وکړه او له ښوونکيو يې وغوښتل چې راتلونکى افغان کوول داسې وروزي چې د دۀ په وينا افغانان د درملنې لپاره بهرنيو هيوادونو ته نور اړ نه شي . د ښځو ښوونکو له لورې په سپينو خبرو کې افغان ولسمشر ته وويل شول چې تکړه ښوونکي او ښوونکې له مرستندويو نادولتي ټولنو سره کار کوي ځکه چې هغوى ښه معاشونه ورکوي . له ښاغلي کرزي وغوښتل شول چې د ښوونکو ستونزو ته پام وشي . په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برياليتوب وروسته دا کندهار ته د ښاغلي کرزي لومړنى سفر دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||