BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:35 گرينويچ 2006 ,15 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف او کرزى : د ترهگرۍ پر ضد مبارزه گړندۍ کوو
ډاکتر عبدالله
د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرډاکتر عبدالله وويل همکاري ددواړو هيوادو په گټه ده
نن ( چارشنبې د سلواغې ٢٦ د فبروري ١٥ ) په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ولسمشرانو سره وليدل او سلا شول چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه به گړندۍ کوي .

ولسمشر پرويز مشرف او ولسمشر حامد کرزي د دواړو هيوادونو ترمنځ پر گډو دوستانه اړيکو ټينگار وکړ او د سيمې او نړۍ پر مسايلو يې خبرې وکړې .

ولسمشر کرزي ته د هرکلي پر وخت ښاغلي مشرف وويل د دواړو هيوادونو ترمنځ لا ډيره همکاري به د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې لا ډيره مثبته تمامه شي .

ښاغلي مشرف له افغانستان سره د پاکستان د اقتصادي اړيکو د پراخيسدو يادونه وکړه خو ورسره زياته يې کړه چې لا هم دا امکان شته چې په ډيرو نورو برخو کې دغه دوه گاونډي هيوادونه له يو بل سره همکاري وکړي .

افغان چارواکي وايي ښاغلى کرزى به له اسلام آباد نه وغواړي چې اورپکي د دوى له خاورې څخه افغانستان باندې بريدونو ته پرينږدي . د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل همکاري ددواړو هيوادو په گټه ده .

داخبره په خوا هم څو ځلي شوې وه خوډير افغانان په دې هکله انديښمن دي او وايي فکر کوي چې اسلام آباد د اورپکو د بريدونو د مخنيوى لپاره کافي اقدامات نه دي کړي

د ولسمشر کرزي يوۀ سلاکار وويل وويل افغانستان له پاکستان څخه صادقانه او بشپړه همکار غواړي

په دې وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې ځان وژونکي بمي بريدونه ډير وو او افغان چارواکي وايي چې دا د هيواد دښمنانو کار دى ، خو هغوى داهم وايي داسې راپورونه لري چې ځان وژونکي بريد کوونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي سيمو کې روزل کيږي

تيره مياشت د سپين بولدک په سرحدي سيمه کې د يوې ځان وژونکې بمي حملې په ترڅ کې ٢٧ تنه ووژل شول او د کندهار والي ددې حملې ملامتي پر پاکستان واچوله

خو اسلام آباد په وار وار دا تورونه ردکړي او وايي چې اورپکوته د دوى په خاوره کې پناه نه ده ورکړ شوې

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو موضوع د واشنگټن لپاره هم يوه حساسه او د انديښنې وړ مساله ده ځکه چې دواړه هيوادونه دترهگرۍ پرضد د امريکا په جگړې کې د هغه مهم ملگري دي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت