|
روسيه،تکل لري خپل پورونه پرې کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د روسې ماليې وزير الکسي کودرين وايي،دوى تکل لري،سږکال له ټاکلې مودې مخکې ،خپل ١٨ ميليارده ډالره پور پرې کړي . ښاغلى کودرين،يادونه کوي،چې روسيه يوازې د پاريس د کلوب،٥ / ٢١ ميليارده پورړوې ده. دده دوينا له مخې،دوى چمتو دى،چې له دغه پور نه،٥ / ١٢ ميلىارده،همدا اوس ورکړي. روسيه،په ٢٠٠٠ کال کې دنړيوال بانک او پاريس کلوب،١٥٩ ميليارده ډالره پوروړې وه. د دغه پور اندازه په ٢٠٠٢ کال کې ١٢٢ ميليارده، او په ٢٠٠٤ کال کې ١١٩ ميليارده ته را ټيټ شو. روسيه، يوازې پروسږکال له دې کبله،٥ ميليارده ډالره سپما کړې ده،چې خپل ١٨ ميليارده پورې يې مخکې له وخته پرې کړ. د دغه هېواد د ماليې وزارت،دعوا لري چې د نړۍ ځىنې هېوادونه ددوى هم پوروړي دي. د هغو هيوادونو نومونه او د پور اندازه يې دوى داسې ښيي: ١-کىوبا،١٩ ميليارده ډالره. د يادونې وړ ده چې په نورو هېوادونو،د روسيې دغه پور زياتره د شوروي له وختونو پاتې ده او پوروړي هيوادونه د پيسو اندازه بل ډول يادوي. | ورسره تړلي نور خبرونه د روسيي او اوکراين ترمنځ لانجې اروپايان انديښمن کړيدي02 جنوري, 2006 | خبرونه روسي ولسي جرگې د انجوگانو دبندولو قانون ومانه23 دسمبر, 2005 | خبرونه جرمني ته له روسيې نه د نلليکې د غځىدو کار پيل شو09 دسمبر, 2005 | خبرونه چين او روسيې پر نلليکې لاسليک ونه کړ05 نومبر, 2005 | خبرونه د روبلو لوړه بيه روسي اقتصاد ته گواښ پېښوي01 نومبر, 2005 | خبرونه روسي داستاني اثار او شوروي - افغان جګړه26 جون, 2005 | خبرونه افغانستان د روسيې تورونه رد کړل12 جون, 2005 | خبرونه په ماسکوکې د افغانستان او روسيې تر منځ دبنديانود سپارلو يو تړون لاسليک شو23 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||