 |  د ايوانوف له خولې ويل شوى چى د ترهگري د روزنې مرکزونه اوس هم په افغانستان کې شته | د افغانستان د دفاع وزارت هغه تورونه رد کړيدى چه تيره مياشت د ازبکستان د انديجان په ښار کې د ناکراريو رامينځته کېدل د افغانستان نه سنبال شوي دى.د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمى وويل چى دغه تورونه د روسيې د ورانکاريو برخه ده چى هڅه کوى ددغو ناکراريو پړه د منځني او سهيلي آسيا په هيوادونو وروتپى. تيره اوونۍ د روسيې د انتر فاکس د خبر رسولو ايجنسى د روسيې د دفاع د وزير سيرگې ايوانوف له خولې ويلى وو چه د ترهگري د روزنې مرکزونه اوس هم په افغانستان کې شته دى. او اورپکو د اوږدى مودى راهېسې په گاونډى هيواد ازبکستان باندى د بريد کولو پلان درلوده خو جنرال عظيمى وويل که دا شخصا د ښاغلى ايوانوف نظر وى د روسيې حکومت بايد د مسکو رسمى دريځ واضح او څرگند کړى. |