BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:27 گرينويچ 2005 ,09 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جرمني ته له روسيې نه د نلليکې د غځىدو کار پيل شو
پوتين او گريهارد شرويډر
د بالتيک د نل ليکې پروژه دروسىې او جرمني د همکارۍ د روحيې يوه ډېره څرگنده بېلگه وه.
د روسيې او لويديځ تر منځ د سړو اړيکو په کلونو کې، کريملين د جرمني لومړي وزير شروېډر ته په اروپا کې د ډاډ وړ يوۀ ملگري په سترگه کتل.

د بالتيک د نل ليکې پروژه چې پروسږ کال يې، د شروېډر د واکمنۍ له پايته رسېدو لږ مخکې ، پر سر جوړه وشوه، د دواړو ترمنځ د همکارۍ د روحيې يوه ډېره څرگنده بېلگه وه.
د روسيې لپاره چې اقتصادي يې د تيلو او غازو لويې گټې ښه ورغوړولى ، او د خپلې ودې د پاېښت لپاره دوامدارو صادراتو ته اړتيا لرې، دا معامله يو برى وو.

د کسپين د تېلو د نل ليکې له پروژې په گوښه پاتې کېدو، دا هېواد هم له اقتصادي پلوه ژوبل شوى وو، او هم له سياسي پلوه سپک شوى وه.

هغه پروژه چې د متحده ايالتونو په ارادې او غوښتنې رامنځته شوې، د قفقاذ او ترکيې له لارې تېريږي. خو د بالتيک معاملې په وارسا کې يو څه وېره رامنځته کړې.

لويديځې اروپا ته د روسيې د انرژۍ صادرات اوس د پولند له خاورې تېريږي. پولند د دې لپاره چې د ترانزيت لاره ورکوي، د روسيې د غازو لپاره د بازر د بيې يوازې دريمه برخه ورکوي.

اوکراين هم په همدې دريځ کې دى. ماسکو ټينگار کوي چې حق لري خپل غاز د نړيوال بازار په بيه ورکړي، خو د پخواني شوروي د بلاک پېرېدونکو هغه څه غندلي چې دوى يې زورښکاره کونکي تکتيکونه بولي.

پولند چې له جرمني او روسيې سره پخوانۍ زړه بدوالى لري، د دواړو په اړه شکمن دى.
په همدې ترڅ کې له ماسکو سره يې په دې ورستيو کې يو لړ اختلافانو په وارسا کې لا يوه تنده ملت پالې فضا رامنځته کړې. کيف په خپل وار داسې گڼي چې روسى مشر ولاديمير پوتين سزا ورکوي چې ولې يې په تېر کال کې د ماسکو کړۍ پرېښوده او لويديځ ته ورمات شوى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت