|
د روسيي او اوکراين ترمنځ لانجې اروپايان انديښمن کړيدي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ځينو اروپايي هېوادونو ته د اوکراين له لارې د روسي غازو په رسونگ کې ډېر لوى کمى رامنځ ته شوى دى. هنگري وايي چې دوى ته د غازو رسايي په سلو کې څلوېښت راټيټه شوېده. هلته چارواکو پر مشتريانو(کارونکو) غږ کړى دى چې خپلې اړتياوې دې د غازو پر ځاى له تېلو څخه پوره کوي. اتريش او سلواکيه وايي چې دوى د غازو په درو کې يوه برخه کمي سره مخامخ دي. د جرمني د انرژ ۍ وزير مايکل گلوز ويلي دا چې روسيې د جي اته صنعتي هېوادونو د ډلې مشري پر غاړې اخيستې ده نو پکار ده چې په دې اړه په مسوله توگه چلند وکړي. که لانجه همداسې روانه وه نو کېداى شي په بازار کې د غازو بيې نورې لوړې شي. اروپا په څلورو کې يوه برخه غاز له روسيې څخه د اوکراين له لارې اخلي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||