BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:00 گرينويچ 2005 ,01 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د روبلو لوړه بيه روسي اقتصاد ته گواښ پېښوي

تيل
د تيلو لوړو بيو د روسي پيسې روبل ارزښت لوړ کړى دى .
د تيلو له امله ترلاسه شويو ډيرو پيسو د روسي روبلو بيه لوړه کړې ده .

نړيوال بانک وايي دغه چاره د روسيې اقتصاد ودې ته زيان رسوي .

د نړيوال بانک په يوۀ وروستي رپورټ کې راغلي دي چې د روسيې ځيني صنعتونه د روبلو د لوړې شوې بيې له امله له ستونزو سره مخامخ دي .

د تيلو د لوړو بيو له امله روسيې ته ديرې پيسې راماتې دي . خو دغه پيسې د روبلو ارزښت زياتوي او د روسيې پر اقتصاد اغيز کوي .

د روسيې توليد د نړۍ د نورو کم بيه توليداتو په وړاندې سيالي نه شي کولى . د نړيوال بانک رپورټ ښيي چې د روسيې له ١٣ سترو صنعتونو څخه اته د روان کال په لومړنيو نهو مياشتو کې وده نه ده کړې .

نړيوال بانک وايي له لويه سره د روسيې اقتصاد پياوړى دى . خو اقتصاد پوهان ډاريږي چې د تيلو ډيرې شوې پيسې ښايي پرې بد اغيز ولري .

داسې اټکل دى چې د روسي حکومت احتياطي صندوق چې د بدې ورځې لپاره پکې پيسې اېښودل شوې وي د تيلو د لوړو بيو له امله ښايي د روان ميلادي کال تر پايه ٥٢ ميلياردو ډالرو ته ورسيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت