BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:54 گرينويچ 2005 ,23 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روسي ولسي جرگې د انجوگانو دبندولو قانون ومانه

روسيه
د بشري حقونو کورنۍ او نړيوالې ډلې وايي چې په دې سره به پر مدني ټولنې کلک گوزار وشي.
د روسيې ولسي جرگې - دوما د نادولتي ټولنو يا انجوگانو د کار د سمبالولو ناندره ييز نوى قانون تصويب کړ.

قانون پر انجوگانو حکومتي ولکه لا ټينگوي، د نوم ليکنې سختې مقررې رامنځ ته کوي او يو لړ رسمي دليلونه ټاکي چې پر نسټ يې هغه تړل کېدلى شي.

روسي چارواکي وايي دا قانون ددې لپاره جوړ شوى چې د ترهگرو او ورانکارو ډلو د مالي مرستې مخه ونيول شي. خو د بشري حقونو کورنۍ او نړيوالې ډلې وايي چې په دې سره به پر مدني ټولنې کلک گوزار وشي.

دا لايحه د ټولو گوندونو د وکيلانو يوې ډلې چمتو کړې چې پر نادولتي ټولنو يا انجوگانو يې خورا کلک تورونه لگولي دي، لکه جاسوسي، د ترهگرو مالي مرسته، د بلواوو او توکميزې کرکې پارول.

ملتپالو وکيلانو او د روسيې استخباراتي ادارو په رسا ټکو کې لوېديځې نادولتي ټولنې تورنې کړې چې د اوکرايين د نارنجي انقلاب په څېر په روسيه کې هم د حکومت اړولو ته لار جوړول غواړي.

د لايحې پلويان ټينگار کوي چې حقوقي کارپوهانودا پر هماغسې يوه بنسټ درولې چې لوېديځې ډېمو کراسۍ يې د انجوگانو د ثبت او څارنې لپاره کاروي.

کله چې دا طرحه يوه مياشت مخکې پارلمان ته وړاندې شوه نو سختې نيوه کې يې راوپارولې چې په نتيجه کې يې ولسمشر پوتين له وکيلانو نه د بيا کتنې غوښتنه وکړه او ځکه ځينې بدلونونه پکې راوستل شول.

خو د بشري حقونو يوې روسۍ ډلې – ميموريال دهغې تصويب وغانده او دا يې په روسيه کې د مدني ټولنې ويجاړول وبلل.

ورسره تړلي نور خبرونه
روسي ځواکونو اته اورپکې ووژل
14 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت