روسيه کې د پارلمان ولسي جرگې د يوۀ نوي قانون مسوده تصويب کړې چې کېدى شي تر مخې ېي دا هېواد د هغو بهرنيانو پر مخ وتړل شي چې گنې روسي چارواکو او د دغه هېواد ملي دودونو ته پوره درناوى نه ښکاره کوي. مسوده کې راغلي چې هر هغه څوک به چې داسې وگڼل شي چې د روسي پرضد ېې سپکونکي او د نه ملگرتيا عملونه کړي وي، او يا يې په بهر کې د روسيې نوم ته زيان ور اړولى وي، پرې نښودل چې دغه هېواد ته ورننوځي. دغې مسودې کې چې بايد د دوما له دوو نورو څېړنو هم تېر شي او ولسمشر پوتين يې توشېح کړي، نه دي ويل شوي سپکونکي او د نه ملگرتيا عملونه څه ته ويل کيږي. |