BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:31 گرينويچ 2005 ,30 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د لاهور په لوبه کې کوربه هيواد لاس برى دى
انگريز لوبغاړى وسوځيد .
انگريز لوبغاړي يو په بل پسې وسوځيدل او ايله ٢٨٨ منډې يې وکړې .
په لاهور کې د پاکستان او انگلستان ترمنځ دريمه پنځه ورځنۍ لوبه د کوربه هيواد په گټه روانه ښکاري .

انگلستان په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې ايله ٢٨٨ منډې وکړې او د ورځ په پاى کې پاکستان ١٨٥ منډې لرلې او څلور لوبغاړي يې سوځيدلي وو .

د پاکستان لپاره د اندېښنې يوازينۍ خبره د کپتان انظمام الحق ټپي کيدل وو . انظماما الحق ٣٥ منډې کړې وې خو د هارمسن په يوې غونډسکې په مټ ولگيد او له لوبې ووت .

که اړتيا وه نو انظمام بيا هم لوبې ته له قانون سره سم ستنيدلى شي .

د ورځ په پيل کې د انگلستان هيله پول کالنورډ ته وه . هغه پرون ٧١ منډې کړې وې او لا سوځيدلى نه وو .

د لوبې په دويم سهار کالنورډ ٩٦ منډې وکړې خو د سليزې لپاره بيړي وسوځاوۀ . دۀ غوښتل چې د شعيب اختر په يوې غونډسکې څلور منډې واخلي خو د کنيريا په لاس وسوځيد .

په ځواب کې اکستان پيل ښه ونه کړ درې لوبغاړي يې ژر وسوځيدل خو محمد يوسف د ٨٤ منډو په کولو پاکستان د ورځ په پاى کې يوۀ غښتلي دريځ کې پرېښود .

په دريمه ورځ که پاکستان د انگلستان د ٢٨٨ په ځواب کې تر سلو ډيرې منډې ولري نو ښايي انگلستان د دغې لوبې په گټلو ونه توانيږي .

که چيرې انگلستان د دې لوبې په گټلو ونه توانيد نو په دوو کلونو کې به دا لومړى ځل وي چې انگلستان د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ بايلي .

د پاکستان لپاره به هم وروسته له ډيره وخته د کومې لړۍ د گټلو زيرى ولري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت