BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:12 گرينويچ 2005 ,15 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انگلستان له پاکستان سره بري ته ١٧٤ نورې منډې غواړي
شبير
شبير احمد د پاکستان له لورې د انگلستان د دويمې پاڼۍ يوازينى لوبغاړى وسوځاوۀ .
په ملتان کې د پاکستان او انگلستان ترمنځ د لومړنۍ پنځه ورځنۍ کريکټ لوبې د څلورمې ورځې په پاى کې انگلستان ١٧٤ نورو نمنډو ته اړتيا درلوده او لا يې هم ٩ لوبغاړي پاتې وو.

د څلورمې ورځې تر پاى لږ وړاندې د پاکستان لوبډله په خپله دويمه پاڼۍ کې په ٣٤١ منډو وسوځيده .

د پاکستان له لورې سلمان بټ ١٢٤ منډې او کپتان انمام الحق ٧٢ منډې وکړې . انگلستان په اوله پاڼۍ کې ١٤٤ منډې ډيرې لرلې د هغو له منفي کولو وروسته په دويمه پاڼۍ کې انگريز لوبغاړي ايله د ١٩٨ منډو هرف ترلاسه کړ .

د څلورمې ورځې په پاى کې د انگلستان منځمهالى کپتان ترسکاتيک د شبير احمد په غونډسکه وسوځيد .

شبير په لومړۍ پاڼۍ کې هم د انگلستان څلور لوبغاړي سوځولي وو .

د انگلستان له خوا اندريو فلنټاف د ١٥٦ منډو په ورکولو په دغه لوبه کې ٨ لوبغاړي وسوځول .

سبا د لوبې په وروستۍ ورځ به د پاکستان ټوله هيله ورو غونډسک اچونکي دانش کنيريا ته وي ځکه چې د لوبې په وروستۍ ورځ عمومآ لوبغالي کې د دۀ په څير لوبغاړي غونډسکه ډيره اړولي يا سپېن کولى شي .

همدې ټکي ته په پام سره ښايي د ١٧٤ منډو هرف هغومره هم اسانه نه وي چې ظاهرآ ښکاري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت